د لاس رسي وړ اتصالات

د عمران خان ګوند محمود خان اڅکزی د پاکستان ولسمشرۍ ته نوماند کړی


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی

د پخواني صدراعظم عمران خان د پاکستان تحریک انصاف ګوند (پي ټي ای) د پلوي ډلې سني اتحاد شورا د ملاتړ د ترلاسه کولو وروسته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د پاکستان ولسمشرۍ ته کاندید کړی دی.

د سني اتحاد شورا غړیو او د پاکستان د ملي پارلمان پخواني مشر اسد قېصر په ګډه د مارچ میاشتې پر دوهمه نېټه د ولسمشرۍ لپاره د قامي اسمبلۍ د غړي محمود خان اڅکزي د نوماندۍ پاڼې د اسلام اباد په عالي محکمه کې ثبت کړي دي.

بلخوا د پاکستان پیپلز ګوند او د پاکستان مسلم لیګ (ن) ، د ولسمشرۍ لپاره د دغه هېواد پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري د خپل ګډ کاندید په توګه نومولی دی.

د پاکستان قامي اسمبلۍ مخکیني مشر اسد قیصر پر خپله فېسبوک پاڼه هغه تصویرونه هم خپاره کړي چې نوموړی د ښاغلي اڅکزي د نوماندۍ سندونه وړاندې کوي.

په اسلام اباد کې د پاکستان تحریک انصاف د مرکزي کمېټۍ غړي قیصر جمال اپريدي، امریکا غږ ته وویل، د محمود خان اڅکزي د نوماندۍ پرېکړه د دوی ګوند کړې وه او سني اتحاد شورا یې ملاتړ وکړ.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند یو بل مخکښ غړي علي محمد خان پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د دوی د ګوند له لوري د ولسمشرۍ لپاره د محمود خان اڅکزي اسناد جمع شوي او زیاتوي چې عمران خان په دې پرېکړې سره د قامي‌ یووالي پیغام ورکړی دی چې د هېواد د یوې د ترټولو شاته پاته صوبې بلوچستان څخه یې د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره یو کاندید وړاندې کړی.

په کويټه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان صوبایي غړي نصیر ننګیال امریکا غږ ته وویل چې دا په پاکستان کې د جهوري ګوندونو لپاره د ویاړ ځای دی چې د دوی د ګوند مشر یې د ولسمشرۍ ټاکنو ته کاندید کړ.

هغه وویل: ”دا د ټولو سیاسي ګوندونو چې د جمهوریت لپاره یې د پوځي امریتونو پر ضد ډېره ستره مبارزه کړې وه، د خپلواکې عدلیې لپاره یې غږ پورته کړی وو او د دې ولسونو لپاره یې سیاسي هلې ځلې کړې وې... دېره لویه د ویاړ خبره ده.“

ننګیال زیاته کړه چې محمود خان اڅکزي تل په پاکستان کې د پوځي لاسوهنې پرضد غږ پورته کړی دی او دا یو زورور اواز دی، نو دا به د دې ولسونو لپاره او سیاسي ګوندونو لپاره د یو ښه راتلونکي ضمانت وي.

محمود خان اڅکزی څوک دی؟

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی د بلوچستان د پښتون میشته سیمې جنوبي پښتونخوا د عبدالله کلا اوسېدونکی دی چې د یو نوموتي پښتون ملتپال سیاستوال، عبدالصمد خان اڅکزی زوی دی چې په سیاسي کړیو کې د خان شهید په نامه پېژندل کېږي.

عبدالصمد خان اڅکزی نه یوازې په پاکستان، بلکې تر دې وړاندې پر هند د انګلیسي ښکېلاک په واکمنۍ کې د ولسي ازادۍ د مبارزې له کبله کلونه کلونه زنداني شوی و.

محمود خان اڅکزي په پېښور کې د انجنیري زده کړې کړې وې او په ۱۹۷۳ کال د خپل پلار تر وژل کیدو وروسته د هغه د ګوند پښتونخوا نیشنل پارټۍ مشر وټاکل شو او له تېرو څه باندې ۵۰ کلونو راهیسې ددغه ګوند مشر دی. اوس ددې ګوند نوم پښتونخوا ملي عوامي ګوند دی.

محمود خان اڅکزی د مخکیني پوځي ديکتاتور جنرال ضیاء الحق د مارشل لايي نظام پرضد د ۱۹۸۳ کال د اکتوبر پر اوومه نېټه د بلوچستان په مرکز کوټه ښار کې د جمهوریت د ټینګیدو غورځنګ د یو لاریون مشري کوله، چې پولیسو ورباندې ډزې وکړې. په هغه برید کې د ده د ګوند څلور تنه ووژل شول، ځینې نور ژوبل او ګڼ شمېر یې ونیول شو. تر هغې پېښې وروسته ښاعلی اڅکزی افغانستان ته فراري شو او تر پنځه کلنې جلاوطنۍ وروسته، په ۱۹۸۸ کال کې کله چې بې نظیر بوټو د پاکستان صدراعظمه شوه، هېواد ته راستون شو.

نوموړی د پخواني صدراعظم عمران خان د حکومت خلاف د پاکستان جمهوري غورځنګ برخه وو، خو وروسته یې ددې غورځنګ له مشرانو سره سخت اختلافات راغلل.

د محمود خان اڅکزي دریځ او د ولسمشرۍ څوکۍ

په پېښور کې د سیاسي او افغان چارو کار پوه شمیم شاهد د امریکا غږ د دې پوښتنې په ځواب کې چې د افغانستان په باب، په پاکستان کې د جمهوریت او صوبايي خودمختیارۍ په اړه د محمود خان اڅکزي دریځ تل د پوځ او اسټبلیشمنټ پر ضد و، نو که دی ولسمشر شي، خپل دریځ به عملي کړای شي، وویل: ”محمود خان اڅکزی چې د افغانستان او د دې هېواد د محرومو پښتنو د حقونو او په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنې کومه بیانیه لري چې تر ډېره حده سمه خبره ده، خو د ولسمشرۍ چوکۍ ډېره لویه چوکۍ ده او له افغانستان سره د پاکستان اړیکې د پوځي اسټبلیشمنټ تابع پاتې شوې دي. بله خبره دا ده چې د افغانستان مسله ډېره کړکېچنه ده، دا یوازې د پاکستان مسله نه ده، په دې کې بریتانیا، سعودي عرب او امریکا هم ښکېل دي. فکر نه کوم، چې محمود خان اڅکزی به په دې دومره لویو قوتونو کې څه کردار ولوبوي.“

په پاکستان کې د راتلونکې ولسمشرۍ لپاره ټاکنې د روانې مارچ میاشتې پر نهمه نېټه ترسره کیږي چې پکې د څلور واړو ایالتونو، سنا او قامي اسمبلۍ پارلماني غړي خپلې رایې ورکوي.

دا مهال ډاکټر عارف علوي د پاکستان ولسمشر دی چې د عمران خان د ګوند پاکستان تحریک انصاف غړی دی، نوموړی د ۲۰۱۸ کال د سپتمبر پر څلورمه د دې هېواد ۱۳م ولسمشر وټاکل شو. د پاکستان د اساسي قانون له مخې هر پنځه کاله پس نوی ولسمشر ټاکل کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG