د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې دوو پرله پسې چاودنو مرګ ژوبله اړولې


د عیني شاهدانو په وینا، دویمه چاودنه د دشت برچي سوداګريز مرکز (برچي بزنس سنټر) ته څېرمه شوې ده.
د عیني شاهدانو په وینا، دویمه چاودنه د دشت برچي سوداګريز مرکز (برچي بزنس سنټر) ته څېرمه شوې ده.

نن پنجشنبې، د جنوري‌ ۱۱ (مرغومی ۲۱مه) په پلازمینه کابل کې دوې چاودنې شوي دي.‌

د رپوټونو په حواله، لومړۍ چادونه نن سهار د ۱۵مې امنیتي حوزې اړوند د ۵۰۰ فامیلیو څلورلارې ته څېرمه شوې، چې مسوولیت یې د طالبانو یوې مخالفې جبهې "د افغانستان ازادۍ جبهې" پر غاړه اخیستی دی.

د ازادۍ جبهې د ایکس پاڼې په ټولنیزې شبکې د یو خبرپاڼې په خپرولو سره ادعا کړې، چې په خیرخانه مینه کې د طالبانو د استخباراتو پر موټریز کاروان برید شوی او په دغه برید کې درې طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. دغه جبهه ادعا کوي چې په دغه برید کې د طالبانو دوه رینجر موټر هم له منځه تللي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې "د طالبانو د بدنامو استخباراتو د یوې ډلې موټریز کاروان چې د اشغالګرو طالبانو د امر بالمعروف په همکارۍ یې د کابل ښار د خیرخانې په سیمه کې د نجونو د پیژندګلوۍ او نیولو پلان درلود، "د افغانستان ازادۍ جبهې" د چریکانو له خوا په نښه شو."

دویمه چاودنه د کابل ښار د د دشت برچي په سیمه کې شوې ده. د دشت برچي له یوه روغتون څخه یوې سرچینې ویلي، چې د پېښې له سیمې ۲۲ ټپیان ور وړل شوي دي.

عيني شاهدانو ویلي، چاودنه د برچي سوداګريز مرکز (برچي بزنس سنټر) ته څېرمه شوې ده.

طالبانو تر اوسه د دغو پېښو په اړه څه نه دي ويلي او نه هم کومې ډلې د دشت برچي د نننۍ چاودنې مسوولیت پرغاړه اخیستی دی، خو په تېرو څو ورځو کې د ورته پېښو پړه د داعش خراسان څانګې پر غاړه اخیستې ده.

په ورته وخت کې د کابل ایمرجنسي روغتون د ایکس پاڼې ټو لنیزې شبکې له لارې په یوه پیغام کې ویلي، چې دشت برچي اړوند د اتلسمې امنیتي حوزې د برید له سیمې د ۶ ښځو، ۴ نارینه وو، یو ۱۷ کلن هلک او دوو ماشومانو په ګډون ۱۳ تنه ټپیان دغه روغتون ته ور وړل شوي دي.

په کابل کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي دي، چې په دشت برچي کې چاودنه د 'لاسي بم' له امله رامنځته شوې او د نوموړي په وینا، په پیښه کې دوه تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

خو د دويمې چاودنې مسووليت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى، خو په تېرو څو ورځو کې د ورته پېښو مسووليت داعش خراسان څانګې پر غاړه اخيستى دى.

همدارنګه د کابل ښار په ختیځ کې د سه شنبې د ورځې د مرګونۍ برید مسوولیت داعش ډلې په غاړه واخیست، چې د طالبانو د چارواکو په وینا په کې درې تنه ووژل شول او څلور نور ټپیان شول.

د شنبې په ورځ د کابل د دشت برچي په قلعه ناظر سیمه کې په یو کاسټر ډوله مسافر وړونکي موټر کې د چاودنې له امله پنځه تنه ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول، چې د دغې چادونې پړه هم د داعش خراسان څانګې په غاړه واخیستله.

همداراز د نومبر په میاشت کې د کابل په دشت برچي سیمه کې په یوه مسافر وړونکي بس کې بمي چاودنه وشوه چې لږ تر لږه اووه تنه یې ووژل. دغه هغه برید مسوولیت هم د داعش ډلې پرغاړه اخیستې وه.

د داعش خراسان څانګه له څو کلونو راهیسې په افغانستان کې د شیعه مسلمانانو پر اماکنو او ټولنو په ځانګړې توګه د هزاره توکم اقلیت باندې د خونړیو بریدونو مسولیت په غاړه اخیستی.

په افغانستان کې د ۲۰۲۲ کال د اګسټ په میاشت کې د طالبانو په بیا واکمن کیدو سره پدې هیواد کې د داعش بریدونه دوام لري، که څه هم طالبان په افغانستان کې د داعش د ځپلو ادعا کوي.

څه موده وړاندې ملګرو ملتونو راپور ورکړ چې په افغانستان کې د داعش جنګیالیو او د هغوی د کورنیو د غړو شمېر له ۴۰۰۰ څخه تر ۶۰۰۰ پورې دی.

ملګرو ملتونو ویلي، چې داعش د افغانستان په شاوخوا ۱۳ ولایتونو کې روزنیز کمپونه او خوندي پټنځایونه لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG