د لاس رسي وړ اتصالات

اسرائیل د ایران د مزایلو په پروګرام د نړیوالو بندیزونو غوښتنه کړې


پر اسرائیل باندې د ایران د برید د نمانځلو په توګه ایرانیانو ددغه هېواد بیرغ او یو جعلي توغندی پورته کړی دی.
پر اسرائیل باندې د ایران د برید د نمانځلو په توګه ایرانیانو ددغه هېواد بیرغ او یو جعلي توغندی پورته کړی دی.

اسرائیل د سه شنبې په ورځ اپریل ۱۶ (وري ۲۸) پر ایران باندې "دپلوماتیک برید" پیل کړ او پر ۳۲ هیوادونو یې غږ وکړ چې د سپاه پاسداران انقلاب او د هغوی د توغندیو پر پروګرام بندیزونه ولګوي.

د شنبې په ورځ ناوخته، ایران په دمشق کې پر خپلې کونسلګرۍ باندې د برید په غچ کې، په بې ساري ډول له خپلې خاورې نږدې ۳۰۰ بې پیلوټه الوتکې، کروز او بالستیک توغندي د اسرائیل په لور وتوغول.

د اسرائیل پوځ ویلي، د امریکا او نورو متحدینو په مرسته یې ۹۹ سلنه برید شنډ کړی، او په نتیجه کې یې د اسرائیل په جنوب کې په یو پوځي اډه او څو نورو ځایونو کې سطحي زیانونه اوښتي دي.

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر اسرائیل کاتز وویل چې د ایران د مقابلې لپاره یې دپلوماتیک برید پیل کړی دی.

کاتز په ایکس ټولنیزه شبکه کې وویل: "د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونو ته د پوځي ځواب سره سره، زه د ایران پر وړاندې دپلوماتیک برید رهبري کوم. نن سهار مې د نړۍ ۳۲ هېوادونو ته لیکونه واستول او د نړۍ د لسګونو بهرنیو چارو وزیرانو او مخکښو شخصیتونو سره مې خبرې وکړې، چې د ایران د توغندیو پر پروژې د بندیزونو د لګولو ترڅنګ د سپاه پاسداران انقلاب قول اردو د تروریستي سازمان په توګه اعلان کړي."

کاتز مشخصه نه کړه چې له کومو هېوادونو څخه یې د ایران پر سپاه پاسداران انقلاب د بندیزونو لګولو غوښتنه کړې، چې له وړاندې د متحده ایالاتو لخوا د تروریستي سازمان په توګه په تور لیست کې شامل شوی او اروپايي اتحادیې ورباندې بندیزونه لګولي دي.

اسرائیلي چارواکو له ایران څخه د غچ اخیستو ژمنه کړې ده. خو ایران پر اسرائیل د شنبې د ورځې برید د سوریې په پایتخت دمشق کې پر خپلې کونسلګرۍ باندې د برید غبرګون بللی دی. په دغه برید کې چې په پراخه توګه اسرائیل ته منسوب شوی، د دوو جنرالانو په ګډون د سپاه پاسداران اوه غړي ووژل شول.

کاتز وویل: "د ایران مخنیوی باید همدا اوس وشي، مخکې له دې چې ډیر ناوخته شي."

په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو په ګډون د نړۍ مشرانو له اسرائیل څخه د زغم غوښتنه کړې، خو اسرائیلي پوځي مشرانو هوډ څرګند کړی چې د ایران د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونو ته به ځواب وایي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نیتنیاهو د دوشنبې په ورځ د دویم ځل لپاره د هیواد د جنګ د کابینې سره وکتل او د ایران بریدونو ته په احتمالي ځواب ویلو یې بحث وکړ.

ایران هم خبرداری ورکړی که اسرائیل د غچ اخیستو لپاره په دې هیواد یا یې په ګټو برید وکړي، دوی به یې ورته لا زغرده ځواب ورکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG