د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د حشاشین سریال بند کړ


د حشاشین سریال په ایران کې بند شو
د حشاشین سریال په ایران کې بند شو

ایران د مصري سریال «الحشاشین» خپرېدل بند کړل او وايي چې دا سریال «تحریف شوی» او د سیاسي اغیزو په اساس تولید شوی دی.

په دغه سریال کې د حسن صباح ژوند ښودل شوی دی. حسن صباح د اوسني ایران په قم کې زېږېدلی و. دی د اسماعلیانو د دولت بنسټګر او د شیعه د اسماعلیه مذهب لوی داعي و.

د ایران دولتي اژانس ایرنا د یکشنبې په ورځ اپریل ۲۸ (حمل نهمه) د دغه هېواد په صوتي او تصویري رسنیو باندې د څار ادارې د مسول مهدي سیفي له خولې لیکلي دي چې «د تاریخ د تحریف او داسماعلیه تاریخ د روایت په پلمه د ایرانیانو د ناسم تصویر د ښودلو له کبله د حشاشین سریال خپرېدل» په داخلي شبکو کې منع شول.

دا سریال ۳۰ برخې لري او په لومړي ځل د روژې په میاشت کې خپور شو چې ډېر مینه وال یې پیدا کړل، خو سیفي وایي چې له دې وروسته به په ایران کې د دغه سریال خپرېدو ته اجازه نه وي.

سیفي ویلي دي چې د حشاشین سریال د مصر محصول دی او په خبره یې د سیاسي مغرضانه دلایلو له کبله د «اسلام تاریخ» په کې تحریف شوی او تولید شوی دی.

ایراني مقامات وايي چې د دغه سریال یو هدف دا و چې د ایران پيل په ایرانیانو پسې وتړي او د دوی په خبره په سریال کې هڅه شو ده چې د ری، قم او اصفهان ښارونه د ترهګرو مرکز وښودل شي.

د مصر مشهور فلم لیکونکي عبدالرحیم کمال دا سریال لیکلی دی او په تولید باندې یې ۱۲ میلیون ډالر لګښت شوی دی. ویل کېږي چې په عربي نړۍ کې یو قیمتي سریال دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG