د لاس رسي وړ اتصالات

د هند د انتخاباتو په درشل کې، د مودي د حکومت مخالف ګوندونه متحد شول


د هند د حکومت د مخالفو ګوندونو لاریون
د هند د حکومت د مخالفو ګوندونو لاریون

د هند د حکومت مخالفو ګوندونه د یکشنبې په ورځ مارچ ۳۱ (وري ۱۲) سره متحد شول چې د حکومت د مخالف یو جګپوړي مشر د نیولو په خاطر چې څو ورځې وړاندې د هند د عمومي انتخاباتو په درشل کې نیول شوی، خپل اعتراض څرګند کړي.

په نوي ډهلي کې په یو لاریون کې، د کانګرس مشر راهول ګاندي وویل، د هند صدراعظم نریندرا مودي هڅه کوي چې په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي. د دې لاریون ګډونوالو مودي ته په خطاب کې د "شرم" شعارونه ورکول.

د نوي ډهلي اعلی وزیر او د مودي سخت منتقد، ارویند کجریوال، چې د اداري فساد پر وړاندې جدي کمپاین کوونکی دی او د "انډیا" په نوم د مودي مخالف سیاستوالو د ۲۷ غړو د یوې ډلې مشري کوي، د مارچ په ۲۱ د شرابو د خرڅلاو د جوازونو په صادرولو کې د فساد په تور ونیول شو.

کجریوال په داسې وخت کې نیول شوی چې په هند کې عمومي انتخاباتو ته څه کم یوه میاشت پاتې ده. تمه کیږي چې ټاکنې به په نادره توګه د دریمې دورې لپاره د مودي واک ټینګ کړي.

د کجریوال په مشرۍ د (عام آدمي) ګوند وايي، د دغه ګوند پر مشر لګېدلي تورونه جعلي دي او سیاسي انګیزه لري. د مودي حکومت او د بهارتیا جنتا ګوند (بي جي پي)، چې مودي یې مشري کوي، په دې قضیه کې سیاسي لاسوهنه رد کړې او وايي چې د قانون پلي کونکي ادارې په خپلواکه توګه خپل کار کوي.

د ګاندي په مشرۍ د کانګرس ګوند په ۱۹۴۷ کال کې د هند له خپلواکۍ راهیسې له درېو څخه ډوه برخې موده په هند کې واکمن و، د مودي له واکمن کیدو وروسته په تیره یوه لسیزه کې له ستونزو سره مخ شوی.

راهول ګاندي د یکشنبې په ورځ یوې غونډې ته وویل: "که چیرې بی جي پي، دا ټاکنې چې لاسوهنې په کې کیږي وګټي او اساسي قانون بدل کړي، نو هیواد کې به اور بل شي ... دا عادي ټاکنې نه دي، دا ټاکنې د هیواد ژغورل او د اساسي قانون ساتنه ده."

د هند د حکومت د مخالفو ګوندونو مشرانو، د سیمه ییزو ګوندونو د مشرانو په ګډون، خپل اختلافات حل کړي چې کوم ګوندونه به په کومو څوکیو سیالي وکړي. دغه مشران د یکشنبې په ورځ د راهول ګاندي ترڅنګ په لاریون کې هم موجود وو.

د بهارتیا جنتا ګوند ویاند سوډانشو ترویدي، په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د زرګونو خلکو په شتون سره د مخالفینو راټولیدل د خپل فساد د پټولو په خاطر دي.

د هند د کانګرس ګوند ویلي چې د هند د مالي جرمونو د کمیسیون لخوا د نیولو او چاپو په وړاندې د مبارزې سربیره، دوی د حکومت له لورې د لوړو مالیاتو د تادیاتو د غوښتنې او ددې ګوند د ځینو بانکي حسابونو د منجمد کولو په وجه د "مالي تروریزم" سره مخ دی. د کانګرس ګوند ویلي دي چې د حکومت دا هڅې د مالي اړخه ددې ګوند د د فلج کولو لپاره دي.

منتقدین وايي مودي او د هغه ګوند د تحقیقاتو ادارې او د مالیې د مقاماتو څخه د سیاسي مخالفینو د له منځه وړلو لپاره د یوې وسیلې په توګه استفاده کوي، ترڅو د عادلانه ټاکنو امکانات کم کړي، خو د مودي ګوند دا تورونه ردوي.

د کجریوال میرمن سونیتا کجریوال د یکشنبې په ورځ په یوه لاریون کې وویل: "دا فاشیزم به په هند کې کار ونکړي، موږ به یې په وړاندې مبارزه وکړو او موږ پر وړاندې به یې بریالي شو."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG