د لاس رسي وړ اتصالات

'هیل' یا شفا؛ امریکا کې نوی فلم د افغانانو ټولنیزې ستونزې بیانوي


د "هیل" یا شفا فلم کیسه په افغانستان کې پر ټولنیز ژوند، ناورین او زده کړو راڅرخي.
د "هیل" یا شفا فلم کیسه په افغانستان کې پر ټولنیز ژوند، ناورین او زده کړو راڅرخي.

په افغانستان کې په تعلیم او نورو برخو کې د افغانانو د ورځني ژوند سختۍ د هغه فلم اصلي موضوع ده چې تازه د امریکا په پایتخت واشنګټن ډي سي کې نندارې ته وړاندې شوی دی.

د "هیل" یا شفا فلم کیسه په افغانستان کې پر ټولنیز ژوند، ناورین او زده کړو راڅرخي. فلم یوه افغانه مور انځوروي چې ناامنۍ، د ماشومانو دپاره محدودو تعلیمي فرصتونو او نورو ټولنیزو ستونزو یې ژوند ناوړه اغېزمن کړی دی.

دا فلم تېره اونۍ په واشنګټن کې د ویلسن څیړنیز مرکز په تالار کې نندارې ته وړاندې شو. د فلم اداکارې فرشتې کاظمي امریکا غږ ته وویل، ‌موخه یې نړیوالو او په ځانګړې توګه په امریکا کې چارواکو ته د افغانو نجونو غږ رسول دي.

هغې وويل: "ما فکر وکړ ښه به وي که دا فلم په ویلسن څیړنیز مرکز کې نندارې ته کیښودل شي، ځکه دلته د امریکا د پالیسو په اړه خبرې کیږي او ښه به وي چې د افغانو نجونو د زده کړو په اړه چې پرې محدودیت لګول شوی، موږ خبرې وکړو."

مېرمن کاظمي وايي، افغانستان یواځنی هیواد دی چې پکې د نجونو پر زده کړو محدودیت لګول شوی دی.

هغه زیاتوي: "دا چې نجونې او میرمنې زده کړې نه کوي، هیواد شاته پاتې کیږي.‌ په نړۍ کې کوم هیواد دی چې نجونو ته اجازه نه ورکوي چې زده کړې وکړي؟"

د ویلسن څیړنیز مرکز د جنوبي اسیا د څانګې مشر مایکل کوګلمن چې د فلم له نندارې وروسته یې خبرې کولې، په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز خواشینونکی وباله.

کوګلمن وویل: "ځینو خلکو ویل چې طالبان د تېر ځل واکمنۍ په پرتله بدل شوي دي. خو هغوی له فکري پلوه نه دي بدل شوي."

د فلم د نندارې دپاره یو شمېر افغانان او امریکایان دغه مرکز ته راغلي و. شکریه ابراهیمي چې تازه له افغانستان څخه امریکا ته راغلې او اوس دلته د ماسټرۍ په کچه زده کړې کوي، وايي، د نجونو پر زده کړه د طالبانو د محدودیت له کبله زیات شمېر افغانې نجونې په رواني ستونزو اخته شوې دي.

ابراهیمي امریکا غږ ته وویل: "نجونې هیڅ‌ د حل لار نه ويني،‌ هرې دروازې ته چې ځي تړل شوې. ډیری نجونې له رواني ستونزو رنځیږي او ژور خپګان ورته پیدا شوی دی."

د افغانستان د پوهنې پخوانی وزیر میرویس بلخي امریکا غږ ته وویل چې طالبانو د سیاسي ګټو لپاره د نجونو پر زده کړو محدودیت لګولی دی.

هغه زیاته کړه: "د ښوونځيو د تړل کېدو په هکله چې طالبان هره بهانه کوي یو ډول لوبه ده.‌ زه فکر کوم چې د ښوونځیو تړل کېدو څخه طالبان د مشروعیت په لټه کې دي."

دوه کاله وشول چې طالبانو په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

په افغانستان کې پر ښځو او نجونو باندې د طالبانو محدودیتونه په ملي او نړیواله کچه غندل شوي دي،‌ خو په واشنګټن ډي سي د "هیل" فلم نندارې ته راغلي یو شمېر کسان په دې باور دي چې دا غندنې بسنه نه کوي او په کار ده چې پر طالبانو باندې زیات فشار واچول شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG