د لاس رسي وړ اتصالات

د جرمني صدراعظم په ټیک ټاک کې خپل حساب پرانیست؛ وايي رقص به نه کوي


د جرمني صدراعظم اولاف شولتز د خپل ټیک ټاک حساب په لومړنۍ ویډیو کې
د جرمني صدراعظم اولاف شولتز د خپل ټیک ټاک حساب په لومړنۍ ویډیو کې

د جرمني صدراعظم اولاف شولتز د دوشنبې په ورځ اپریل ۸ (وري ۲۰) په ټیک ټاک کې خپل حساب پرانیست او ژمنه یې وکړه چې د ځوانانو ترمنځ مروجې دغې ټولنیزې شبکې کې به د رقص ویډیوګانې نه شریکوي.

د هغه ویاند سټیفن هیبسټریټ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په دغه تازه پرانیستل شوي رسمي چینل کې به "د هغو اتباعو لپاره معلومات خپریږي چې په زیاتېدونکي ډول غواړي معلومات ترلاسه کړي او په ټیک ټاک کې سیاسي بحثونه کوي."

ویاند زیاته کړه چې په دغه حساب کې به "د حکومتدارۍ د ورزني کار د پردې ترشا وضعیت ښودل کیږي."

شولتز د خپل ټیک ټاک حساب د پرانیستلو په اړه په ایکس شبکه کې د مسخرې په ډول ولیکل: "ژمنه کوم چې زه به پکې رقص نه کوم."

د ټیک ټاک ددغه تازه جوړ شوي حساب په لومړنۍ خپره شوې ویډیو کې د صدراعظم دفتر ښودل کیږي او په پای کې یې هغه پخپله پر میز باندې د کار په حالت کې راڅرګندیږي.

په دغه چینايي ټولنیزه شبکه کې د ناسمو معلوماتو د خپرېدو او نورو امنیتي اندېښنو سره سره، شولتز وروستی لویدیځ مشر دی چې پکې حساب پرانیزي.

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د فبرورۍ په میاشت کې د ولسمشرۍ له ټاکنو دمخه، ځوانو رای ورکونکو ته د رسیدو په هدف په ټیک ټاک کې خپل حساب پرانیست.

له دې سره سره، بایډن په روانه میاشت کې د چین د ولسمشر شي جینپینګ سره په تیلیفوني خبرو کې د ټیک ټاک د مالکیت په اړه د واشنګټن اندېښنې شریکې کړې.

هیبسټریټ وویل، په "تصادفي" ډول په ټیک ټاک کې د شولتز حساب په داسې حال کې پرانیستل شوی چې نوموړی په راتلونکو څو اونیو کې چین ته سفر کوي.

ویاند زیاته کړه چې د حساب پرانیستلو وړاندې د صدراعظم دفتر د ټیک ټاک پراخه ارزونه کړې ده.

د لویدیځ چارواکو په ځوانانو کې د ټیک ټاک د شهرت په اړه اندېښنه ښودلې، او دا شبکه یې د بیجینګ په لاس کې د پروپاګند خپرولو یوه وسیله بللې ده. خو دا ادعاګانې د ټیک ټاک د ادارې او بیجینګ لخوا رد شوي دي.

د متحده ایالاتو د استازو مجلس تیره میاشت په غوڅ اکثریت یوه لایحه تصویب کړه چې له مخې به یې ټیک ټیک اړ شي چې د خپل چینایي مالک شرکت "بایټ ډانس" څخه جلا شي که نه په متحده ایالاتو کې به له بندیز سره مخامخ شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG