د لاس رسي وړ اتصالات

د جنرال دوستم ساتونکي ونیول شول


ښاغلی دوستم له دوو میاشتو وروسته تیره ورځ کابل ته راغی
ښاغلی دوستم له دوو میاشتو وروسته تیره ورځ کابل ته راغی

یو امنیتي مقام د امریکا غږ ته ویلي چې د کابل پولیسو د افغانستان د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال جنرال دوستم یو شمیر ساتونکي د ایشجي د قضیې په تړاو نیولي دي.

دغه منبع چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي وایي چې د جنرال دوستم دغه ساتونکي اوس تر پلټنو لاندې دي.

یوې بلې منبع د ښاغلي دوستم د هغو ساتونکو شمیر اوه تنه ښودلی دی چې پولیسو ته تسلیم شوي دي.

د افغانستان د کورینو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په خپل ټویټر کې لیکلي دا خبره تائید کړې چې په لوی څارنوالۍ کې د جنرال دوستم د اوو تنو ساتونکو څخه تحقیقات روان دي.

د افغانستان لوی څارنوالۍ څو اونۍ دمخه د ایشچي د قضیې په اړوند د جنرال دوستم د ٩ ساتوونکو د نیولو امر کړی و.

تیره ورځ د کابل په شیرپور سیمه کې زیات شمیر افغان امنیتي ځواکونه د افغانستان د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د کور په شاوخوا کې ځای پر ځای شوي وو او دغې سیمې ته ځیني غځیدلي سړکونه د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوي وو.

خو د کابل د ګارنیزیون قوماندان جنرال ګل‌نبي احمدزي نن سهار امریکا غږ ته وویل "یو څه شک او تردید موجود دی، خو هغه فشار چې و، هغه مو ټول کړی دی."

تیره ورځ یو شمیر حکومتي سرچینو امریکا غږ ته ویلي وو، چې د احمد ایشچي په قضیه کې د ښاغلي دوستم د ساتونکو د ښکیلتیا له امله د لومړي مرستیال د کور په شاوخوا کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

خو پرون ماښام جنرال دوستم په خپل کور کې له خپلو پلویانو سره په لیدنه کې هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د تاوتریخوالي هیڅ ډول پیښه به رامنځ ته نشي.

XS
SM
MD
LG