د لاس رسي وړ اتصالات

د وریښمو نوې لار او د چین د نړیوال کیدو هیله


د چین د بهرنیو چارو وزیر وایي د وریښمو د نوې لارې د پروژې نوښت او وړاندیز چین کړې او گټه یې ټولو هیوادونو ته رسیږي
د چین د بهرنیو چارو وزیر وایي د وریښمو د نوې لارې د پروژې نوښت او وړاندیز چین کړې او گټه یې ټولو هیوادونو ته رسیږي

چین غواړي د می په میاشت کې خپل ملگري او متحدین د کال تر ټولو سترې دیپلوماتیکې غونډې ته راوبولي چې د وریښمو د نوې لارې په پلان باندې خبرې وکړي.

د "یو کمربند یوه لار" په نامه د وریښمو د نوې لارې نوښت د چین جمهور رئیس شي جن پینگ کړی دی چې اسیا، افریقا او اروپا سره نښلوي او په دغه تاریخي پروگرام کې د اورگاډو، سمندري بندرونو او د بریښنا د تولید په برخه کې په میلیاردونو ډالر پانگونه کیږي.

چین د وریښمو د نوې لارې صندق ته ۴٠ میلیارد ډالر ځانگړي کړي دي او دغه فکر ددې سبب شو چې د چین په ملاتړ د ٥٠ میلیاردو ډالرو په پانگه د اسیایي زیربنایي پانگونو بانک رامنځ ته شي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر یانگ یي، د سه شنبې په ورځ په دې غونډه کې د گډونوالو لیست اعلان کړ او وویل چې په دې غونډه کې د اسیا، افریقا او اروپا د ١١٠ هیوادونو مشران او استازي گډون کوي.

افغانستان هم دغه پروژه د خپلې اقتصادي ودې او د ثبات لپاره مهمه گڼلې ده او جمهور رئیس محمد اشرف غني تل ویلي دي چې غواړي هیواد یې د سیمې په ترانزیتي څلور لارې بدل شي.

د وریښمو نوې لار
د وریښمو نوې لار

د چین د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د یو کمربند یوې لارې نوښت یوه خورا مهمه پروژه ده چې چین نړۍ ته وړاندیز کړې او گټه یې ټولو هیوادونو ته رسیږي.

په داسې حال کې چې چین وایي د وریښمو دغه نوې لار سیاسي نه ده، خو هند د هغه سره مخالف دی، ځکه د هغې یوه برخه د هند د سیال هیواد پاکستان او د کشمیر د لانجمنې سیمې نه تیریږي او د چین-پاکستان د دهلیز په نامه یادیږي.

ښاغلي وانگ په دې اړه د هند اندیښنه بې اساسه گڼلې او ویلي یې دي بیجینگ په دې کنفرانس کې د هند گډون ته ښه راغلاست وايي، په داسې حال کې چې د هند د صدراعظم نریندرا مودي نوم د گډون کوونکو په لست کې نشته.

په بیجنگ کې دیپلوماتیکې سرچینې وایي چین هیله لري چې د بریتانیا د صدراعظمې تریسا می په گډون د لویدیځې نړۍ یو شمیر مشران په غونډه کې گډون وکړي ترڅو دغه پلان ډیر چینایي معلوم نه شي، خو لویدیځ هیوادونه ددې پروژې د شفافیت او د هغه جزییاتو په هکله اندیښنه لري او شک لري چې بیجینگ له دې اخوا پراخ سیاسي مقصدونه لري.

له بلې خوا په دې غونډه کې د امریکا د متحده ایالاتو گډون هم مهم دی. د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ "لومړی امریکا" خپله تگلاره ټاکلې، په داسې حال کې چې چین په زغرده هڅه کوي چې پدې غونډې سره ځان د یو نړیوال رهبر په توگه راڅرگند کړي.

XS
SM
MD
LG