د لاس رسي وړ اتصالات

چین پر تایوان د وسلو د پلورلو له امله د امریکا د دفاعي سکټور پر دوو شرکتونو بندیزونه ولګول


د چین لخوا دغه نوي بندیزونه، د هوايي چلند د سیستمونو او د بې پیلوټه الوتکو تولیدونکي امریکايي شرکت "جنرال اتومیکس" او د "جنرال ډینامکس لینډ سیسټمز" شرکت باندې چې پوځي نقلیه واسطې تولیدوي، لګول شوې دي. 
د چین لخوا دغه نوي بندیزونه، د هوايي چلند د سیستمونو او د بې پیلوټه الوتکو تولیدونکي امریکايي شرکت "جنرال اتومیکس" او د "جنرال ډینامکس لینډ سیسټمز" شرکت باندې چې پوځي نقلیه واسطې تولیدوي، لګول شوې دي. 

د چين د بهرنيو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ، اپریل ۱۱ (وري ۲۳مه) وویل، چې پر تايوان د وسلو د پلورلو په غبرګون کې يې دغه هېواد ته د امريکا د دفاعي سکټور د دوو شرکتونو د جګپوړو چارواکو پر سفر بندیز لګولی او د هغوي شتمنۍ يې کنګل کړې دي.

دغه وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي، چې پر تایوان د وسلو پلورل نه یوازې د چین په کورنیو چارو کې "جدي لاسوهنه" ده، بلکې ددغه هېواد حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته زیان رسوي.

د چين د بهرنيو چارو د وزارت په اعلاميه کې ويل شوي: " د چین د تايوان سيمې ته د متحده ايالاتو د وسلو د خرڅلاو دوام، د يو واحد چين له اصولو او د متحده ایالاتو او چين د دریو ګډو اعلامیو د ګټو له احکامو څخه جدي سرغړونه ده."

امريکا او چين په ۱۹۷۲، ۱۹۷۹ او ۱۹۸۲ کلونو کې درې ګډې اعلاميې لاسليک کړې چې د امريکا او چين ترمنځ د اړيکو په ټينګولو کې يې مهم رول لوبولی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو يو مهم عنصر دی.

د چین لخوا دغه نوي بندیزونه، د هوايي چلند د سیستمونو او د بې پیلوټه الوتکو تولیدونکي امریکايي شرکت "جنرال اتومیکس" او د "جنرال ډینامکس لینډ سیسټمز" شرکت باندې چې پوځي نقلیه واسطې تولیدوي، لګول شوې دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې همداراز ویل شوي، چې په چین کې نه یوازې د دغو شرکتونو شتمنۍ کنګل شوې، بلکې دغه هېواد ته د یادو شرکتونو د جګپوړو مسؤلینو پر سفر بندیز هم لګیدلی دی.‌

یادو امریکايي شرکتونو لا تر اوسه د چین ددغه اقدام پر وړاندې غبرګون ښودلې نه دی.‌

چین تېر کال هم د امریکا پر فضايي او دفاعي شرکتونو بندیزونه ولګول. په هغه بندیزونو کې پر تایوان د وسلو پلورونکي "نارتروپ ګرومن" او "لاکهید مارتین" شرکتونه شامل وو.

تایوان او چین په ۱۹۴۹ کې د کورنۍ جګړې وروسته جلا شول. پدې لړ کې مات شوي چینایي ملتپاله ځواکونه تایوان ته وتښتیدل، چیرې چې د یو داسې حکومت بنسټ یې کیښود،‌ چې وروسته په یو متحرکې ډموکراسۍ بدل شو.

خو چین تایوان د خپلې خاورې برخه ګڼي او ژمنه یې کړې چې یوه ورځ به یې له خپلې خاورې سره یوځای کوي.

د تايوان له سخت مخالفت سره سره، چين له تېرو څلورو کلونو راهيسې ددغه ټاپو په شاوخوا کې منظم پوځي تمرينونه پيل کړي، څو پر تايپي فشار راوړي چې د بېجينګ د حاکميت ادعا ومني.

د امریکا د کانګرس له خوا په ۱۹۷۹ کال کې د تصویب شوي قانون له مخې، امریکا د تایوان خپلواکي نه پیژني، خو ژمنه ده چې له دغه ټاپو سره د ځان په دفاع کې مرسته وکړي. چین تل له تایوان سره د امریکا د حکومت پر ملاتړ سختې نیوکې کړې دي.

همدارنګه د امریکا متحده ایالاتو روانه اونۍ وویل چې په جاپان کې به د خپلې پوځي قوماندانۍ وضعیت ته بدلون ورکوي، ترڅو د چین لخوا د فشارونو پروړاندې ښه همغږۍ ته زمینه هواره کړي.

بلخوا امریکا به د پنجشنبې په ورځ له جاپان او فلیپین سره د چین په جنوبي سمندر کې د بیجینګ د مخ په زیاتیدونکي فشار په اړه د خبرو اترو لپاره یو درې اړخیزه غونډه وکړي.

دا پداسې حال کې دی چې په وروستيو کلونو کې د واشنګټن او بېجينګ ترمنځ اړيکې د بېلابېلو مسايلو پر سر ترینګلې شوې دي. دوه اړخيزه سوداګريزه شخړه، په چين کې د لږکيو او په ځانګړې توګه د شین‌ژیانګ کې د اويغور مسلمانانو له حقونو څخه سرغړونه، په هانکانګ کې د چين د سختو قوانينو وضع کول، د تايوان په اړه د چين دريځ او له تايوان څخه د امريکا ملاتړ او د جنوبي چين د اوبو پر سر شخړې، چې د سیمې یو شمېر هېوادونه یې د مالکیت ادعا کوي، د نړۍ د دوو سترو اقتصادونو‌(امریکا او چین) ترمنځ د اړیکو د خړپړتیا له اصلي لاملونو څخه ګڼل کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG