د لاس رسي وړ اتصالات

کارل سکاو: ۹۰ سلنه افغانان د کافي خوړو پیدا کولو توان نه لري


د خوړو د نړیوال پروګرام اجرائیوي مرستیال کارل سکاو
د خوړو د نړیوال پروګرام اجرائیوي مرستیال کارل سکاو

د خوړو د نړیوال پروګرام اجرائیوي مرستیال کارل سکاو وايي، په افغانستان کې په هرو لسو کورنیو کې نهه یې ددې وس نه لري ‌چې ځان ته پوره خواړه پیدا کړي.

ښاغلي سکاو د امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې د مرستو رسولو په چارو کې د طالبانو لاسوهنه رد نه کړه او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې د مرستو رسولو په وړاندې ستونزې شته او چاپیریال مناسب نه دی.

هغه په ځانګړې توګه د طالبانو له لورې د ښځو پر کار باندې بندیز یاد کړ او وې ویل: "موږ باید دا ډاډ ترلاسه کړو چې میرمنې هم په برابره توګه د کار کولو اجازه ولري او زموږ مرستو ته د لاسرسي په برخه کې د میرمنو پروړاندې کوم تبعیض نه وي. د اړینو کسانو په تېره د هغو میرمنو په پيژندو کې مرسته وکړي چې د کور سرپرستې دي، د مرستو څارنه وکړي چې اړمنو کسانو ته رسیږي."

تېره میاشت د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د پلټنې ادارې (سیګار) د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري مرستو د رسولو د ادارو په فعالیتونو کې د طالبانو د حکومت مخ په زیاتیدونکي ډول لاسوهنو خبر ورکړ. طالبانو تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

د خوړو د نړیوال پروګرام اجرائیوي مرستیال وايي، کابل او پروان ولایتونو ته یې سفر کړی او زیاتوي چې په افغانستان کې وضعیت "ناهیلي کوونکی" دی او ډیر خلک بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

سکاو وايي، د خوړو نړیوال پروګرام تېر کال د افغانستان له نږدې نیمايي نفوس سره مرسته کړې او اداره یې د مرستو رسولو د دوام دپاره دا وخت د بودجې له کمبود سره مخامخ ده.

هغه وویل: "موږ د راتلونکي ژمي‌ لپاره لږترلږه یو میلیارد امریکايي ډالرو ته اړتیا لرو. تراوسه مو یوازې لس سلنه پیسې ترلاسه کړي، نو موږ په جدي توګه بودجې ته اړتیا لرو څو د تیر کال د مرستو په څېر چې د قحطۍ مخه یې ونیوله، وضعیت ثابت وساتو."

سکاو وايي، افغانستان د خوړو د کمښت له ناورین سره مخامخ دی چې ماشومان او میندواره میرمنې تر نورو ډیرې اغیزمنې شوي دي. د کارل سکاو سره مرکه دلته وګورئ.

XS
SM
MD
LG