د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانیا د کابل او اسلام آباد د اړیکو د عادي کولو هڅه کوي


د څلور اړخیزې غونډې په پریکړو باندې د نه عمل کولو په وجه د کابل او اسلام آباد اړیکې خړې پړې شوې
د څلور اړخیزې غونډې په پریکړو باندې د نه عمل کولو په وجه د کابل او اسلام آباد اړیکې خړې پړې شوې

په کابل او اسلام آباد کې د بریتانیا سفیرانو په دې وروستیو کې د پاکستان د صدراعظم، لوی درستیز، بهرنیو چارو وزیر، د ملي امینت او د هغه هیواد د بهرنیو چارو له سلاکارانو او همداشان د افغان مقاماتو سره د دواړو هیوادونو ترمنځ په اړیکو کې د کړکیچ په کمولو خبرې کړې دي.

په افغانستان کې د بریتانیا سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې ډامنیک جرمي د جنورۍ په ٢۴ او ٢٥ په دوه ورځني سفر کې د ښه سوداگرۍ د څرنگوالي او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدونو د ښه مدیریت په اړه د پاکستاني مقاماتو سره خبرې کړې دي.

له دې دمخه په پاکستان کې د بریتانیا سفیر او عالي کمیشنر توماس دریو، افغانستان ته سفر درلود او د خپل سفر په ترڅ کې یې د سیمې او نړۍ سره د افغانستان د اړیکو په هکله له افغان مقاماتو سره خبرې کړې وې.

د بریتانیا د سفارت اعلامیه دا هم وایي چې د بریتانیا سفیر ډامنیک جرمي په سیمه ییزو نژدې او ښه اړیکو باندې په ټینگار ویلي دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ښه اړیکې د دواړو هیوادونو امنیت، راتلونکې پرمختیا او د ستونزو د حل لپاره اساسي اړیتا ده.

په تیرو دوو کلونو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکیچ له زیاتیدو وروسته د لومړي ځل لپاره د افغانستان د حکومت یو ویاند هم په نرمه لهجه د کابل او اسلام آباد ترمنځ د مذاکراتو د بیا پیل کیدو خبر ورکړی دی.

د افغانستان د اجرائیه ریاست ویاند مجیب‌الرحمان رحیمي، ویلي دي چې د پاکستان په خاوره کې د ترهگرو د پناه ځایونو د شتون او د هغو له خوا پر افغانستان باندې د حملو د پلان کولو سره سره د خبرو او دیپلماسۍ دروازې پرانستې دي.

ښاغلي رحیمي وویل "په سیمه کې موجودو مشترکو ګټو او فُرصتونو ته په کتو او د هغو ګواښونو په پام کې نیولو سره چې د تروریزم له پلوه هم د افغانستان او هم د پاکستان په وړاندې موجود دي، مونږ کولی شو چې د خبرو او مذاکرې له لارې ورته د حل لاره پیدا کړو."

د کابل او اسلام آباد اړیکې وروسته له هغې سړې شوې چې پاکستان د څلور اړخیزې غونډې په پریکړو عمل ونه کړ.

د روان لمریز کال په لمړیو کې د امریکا، چین، افغانستان او پاکستان د استازو په ګډون د څلور اړخیزو غونډو په وروستۍ ناسته کې پریکړه وشوه، چې پاکستان باید په خپله خاوره کې د هغو وسله‌والو ډلو پر وړاندې پوځي عملیات ترسره کړي، چې له هغه ځای څخه په افغانستان کې تروریستي عملیات تر سره کوي.

XS
SM
MD
LG