د لاس رسي وړ اتصالات

تر پاکستان ډیر له ایران څخه افغان کډوال وځي


د کډوالو نړیوال سازمان اټکل کوي چې شاید سږکال ۶۰۰زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان راستانه شوي
د کډوالو نړیوال سازمان اټکل کوي چې شاید سږکال ۶۰۰زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه افغانستان راستانه شوي

په ایران او پاکستان دواړو هیوادونو کې افغان کډوال له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دي خو ډیر کډوال ایران پریږدي.

د کډوالو نړیوال سازمان ( آی او ام) وايي د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ د پیل راهېسې له ایران څخه ۱۰۹۹۶۶ او په همدغې مودې کې بیا له پاکستان څخه ۴۵۲۳۰ بې اسناد افغان کډوال خپله هېواد ته راغلي دي.

دغه سازمان وايي د اپریل په وروستۍ اونۍ کې له ایران څخه ټولټال ۸۹۱۴ او په همدغې مودې کې بیا له پاکستان څخه ۵۶۵۳ افغانان یا په خپله خوښه او یا هم په زوره شړل شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.

آی او ام وايي دوی په سرحد کې خپل کار کوونکي لري او هڅه کوي چې هر راستنېدونکی افغان ثبت او راجستر کړي. وايي له ایران څخه افغانان د هرات د اسلام قلعه او د نیمروز له لارې او له پاکستان څخه بیا د طورخم او سپین بولدګ په دروازو افغانستان ته اوړېدلي دي.

په دغو افغانانو کې یې ډېرې داسې دي چې په ایران او پاکستان کې یې د اوسېدو قانوني اسناد نه درلودل او په دې وروستیو کې یې هلته د ژوند شرایط هم ورته خراب شوي وو، په تېره بیا پاکستان کې چې ډېر کډوال د هغه هېواد د پولیسو له چال چلند څخه شکایت کوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په خپله خوښه هر راستنېدونکي افغان ته ۲۰۰ ډالر ورکوي، مخکې دا ۴۰۰ ډالره وو. د مهاجرت نړیوال سازمان اټکل کوي چې شاید په ۲۰۱۷ کال کې شاوخوا ۶۰۰زره افغانان له ایران او پاکستان څخه خپل هېواد ته راستانه شي.

پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له برید وروسته میلیونونه افغانان نورو هېوادونو ته کډوال شول، چې ډېر یې په پاکستان او ایران کې دیره دي.

د رسمي شمېرو له مخې دا مهال په پاکستان کې شاوخوا یو میلیون افغانان د اوسېدو قانوني اسناد لري او څه باندې یو میلیون نور یې له اسناد پرته ژوند کوي.

همدغه راز شاوخوا یو نیم میلیون افغانان په ایران کې کډوال دي. افغان حکومت وايي په تېرو کلونو کې سلګونه زره افغانان بېرته خپل هېواد ته راغلي دي، خو د کورونو او کاري فرصتونو نشتوالی د راستانه شویو لپاره لویې ستونزې بلل کیږي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG