د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان له پاکستان او ایران نه د یو میلیون راستنیدونکو تمه لري


په میلیونونو افغانان له لسیزو راهیسې په پاکستان او ایران کې میشت دي
په میلیونونو افغانان له لسیزو راهیسې په پاکستان او ایران کې میشت دي

د افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت وایي، چې په روان کال کې له بهرنیو هیوادونو او په ځانګړي ډول له ایران او پاکستان څخه خپل وطن ته د یو میلیون کډوالو د ستنیدلو تمه لري.

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ویاند اسلام الدین جرأت امریکا غږ ته وویل چې ځيني کوربه هیوادونه د افغان کډوالو په سمبالښت کې پر خپلو ژمنو عمل نکوي او له همدې کبله کډوال بیرته افغانستان ته راځي.

ښاغلي جرأت وویل "یو شمیر کوربه هیوادونه او له هغې ډلې پاکستان چې هر کال د کال په پای کې د افغانستان د مهاجرینو وزیر سره دوه اړخیزې او درې اخیزې غونډې لري په ترڅ کې موافقې ته سره رسیږي چې هغوی هم او مونږ هم پرې لاسلیک کوو او د دې بهیر څارنه هم د یو این ایچ سي آر نړیواله اداره په غاړه لري، هغوی د کاغذ پرمخ مونږ ته وعدې راکوي چې د افغانانو په ګټه وې، خو د وخت په تیریدو بیا پرې عمل نه کیږي او ورڅخه سرغړونې کويٍ".

افغان چارواکي وایي چې د نورو کلونو په پرتله، سږکال د کډوالو په چارو کط د زیاتو مرستو ژمنې ورسره شوې دي.

ښاغلي جرأت وویل چې افغان حکومت په ۲۰۱۷ کال کې د کډوالو او راستنیدونکو لپاره د۵۵۰ میلیونو امریکایي ډالرو مرسته غوښتې خو مرسته کوونکو تر حد زیات د مرستو ژمنې کړې دي.

ښاغلي جرأت وویل "د ۵۵۰ میلیونو ډالرو د مرستې د برابرولو ژمنه خو یوازې افغانستان سره سترو مرسته کوونکو کړې ده چې په دې برخه کې به په مصرف ورسول شي، چې له دې هغه خوا اتیا میلیونه اروپایي ټولنې ژمنه کړې، دیرش میلیونه سعودي عربستان ژمنه کړې، سل میلیونه جرمني او دوه سوه میلیونه نور هندوستان ژمنه کړې چې په مجموعي ډول یې اندازه د اتو او نهه سوو ملیلونو ډالرو ته رسیږي".

شاوخوا څلور میلیون افغانان په دوو ګاونډیو هیوادونو، پاکستان او ایران، کې میشت دي او کوربه هیوادونو په وارو ویلي چې افغان کډوال دې بیرته خپل هیواد ته ولاړ شي.

ناامني، اقتصادي ستونزې او د کور او کار نشتوالی د کډوالو د بیرته ستنیدلو په وړاندې عمده خنډونه ګڼل کیږي.

XS
SM
MD
LG