د لاس رسي وړ اتصالات

فوټسال اسیايي لوبې؛ افغانستان بحرین مات کړ او نړیوال جام ته یو بل ګام نژدې شو


د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله

افغانستان د دوشنبې په ورځ اپریل ۲۲ (ثور درېیمه) د فوټسال په اسایي لوبو کې بحرین ته ۳-۲ ماتې ورکړه او د دغو سیالیو نړیوال جام ته یې یو بل ګام هم ځان نژدې کړ.

افغانستان په دغه بري سره یو تاریخ جوړ کړ، په دې مانا چې په لومړي ځل د اسیا د فوټسال کپ سیالیو د ناک اوټ پړاو ته یې لاره وکړه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د افغان لوبغاړو د بري نمانځنې ویدیو خپره کړې ده.

دا لوبه په بنګاک کې وشوه. د افغانستان لپاره د دغه بري ارزښت په دې کې دی چې که افغانستان خپله راتلونکې لوبه (کوارټرفاینل) وګټله، د ۲۰۲۴ کال د فوټسال په نړیوال جام ته به لاره وکړي.

د افغانستان بله لوبه له تاجیکستان سره ده. تاجیکستان په خپل ګروپ کې لومړی مقام لري. په دغه هېوادونو سربېره، ایران او د اسیا نور هېوادونه هم په دغو سیالیو کې برخه لري.

د فوټسال د ۲۰۲۴ کال د نړیوال جام سیالۍ په اوزبیکستان کې کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG