د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د فوټسال لوبه مساوي شوه


په سعودي عربستان کې د اسیا فوټسال جام ته د لارموندنې د روانو سیالیو په لړ کې د افغانستان د او اوندونیزیا ترمنځ د فوټسال لوبه ۷-۷ مساوه پای ته ورسوله.

دا سیالي د سعودي عربستان د دمام په ښار کې د ګرین هال په جمنازیوم کې د دوشنبې په ورځ اکتوبرنهم ( تلې ۱۷) ترسره شوه.

په دې سیالۍ کې علي امیر او رضا حسین پورد افغانستان له اړخه دوه دوه ګلونه ووهل. د فوټسال د ملي ټیم مربي مجید مرتضايي ویلي، چې د اندونیزیا د ټیم لوبغاړو د افغانستان د ټیم پرتله ډیره تجربه لرله چې د همدې له امله افغانستان دا لوبه له لاسه ورکړه.

د اندونیزیا سره د لوبې د مساوي کیدو وروسته افغانستان څلور امتیازه لري، چې ددغو امتیازونو په لرلو سره به ددغو لوبو بل پړاو ته هم لار ومومي.

د افغانستان د المپیک ملي کمیټې چې د طالبانو له خوا اداره کیږي د اندونیزیا سره دا سیالي د افغانستان لپاره یو ډول امتیاز ګڼلی ځکه چې ددغې کمیټې په وینا د اندونیزیا ټیم د اسیا په درجه بندۍ کې شپږم مقام لري او په ټیم کې یې د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې قوي لوبغاړو ته ځای ورکړی دی.

د اسیا د ملتونو د فوټسال جام مقدماتي سیالۍ د سعودي عربستان په کوربتوب د تلې د ۱۶ څخه د تلې تر ۲۰ پورې ترسره کیږي.

افغانستان خپله لومړۍ لوبه د یکشنبې په ورځ د سعودي عربستان د ټیم څخه وګټله. ټاکل شوې د افغانستان د فوټسال د ملي ټیم بله لوبه به د ماکایو ټیم سره د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۱۱( تلې۱۹) د مازیګر په ۵:۳۰ بجو ترسره شي.

که افغانستان د اسیا د ملتونو د فوټسال جام ته د لارې موندنې د چهارشنبې د ورځې په سیالیو کې ماکایو ته ماتې ورکړي نو ددغو سیالیو بل پړاو ته به لار ومومي.

ټاکل شوې، چې د اسیا د ملتونود فوټسال جام سیالۍ په ۲۰۲۴ کال کې ترسره شي.

د رپوټونو له مخې د افغانستان د فوټسال په ټیم کې فرزاد محمودي او غفار صادقي پرته چې د افغانستان له دننه څخه یې په دغه ټیم کې برخه لري د ټیم نور دیارلس غړي په ایران کې میشت افغان کډوال دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG