د لاس رسي وړ اتصالات

درې افغانې ښځې د اسلام اباد په هوایي ډگر کې نیولې شوي


د اسلام اباد هوایي ډگر
د اسلام اباد هوایي ډگر

په پاکستان کې چارواکې وايي چې درې هغه افغانې ښځې یې په هوایي میدان کې نیولي دي چې غوښتل یې په جعلي پاسپورټونو لندن ته ولاړې شي.

دغو افغان میرمنو تحقیقات کونکو ته ویلي چې دوی په کابل کې قاچاقبرو ته د یوه کس ٢٠٠٠٠ امریکاېې ډالر ورکړي دي. دغه درې ښځې د کابل نه یوه ورځ مخکې د پاکستان په یوې الوتکې کې د اسلام اباد هواېې ډگر ته رارسیدلې وې. دغه ښځې د پاکستان د هوايي ډګر مامورینو د یک شنبې په ورځ ودرولې او ویې نېولې.

چارواکو امریکا غږ ته ویلي چې د پاکستان هواېې شرکت دوه کارکونکي یې هم نیولې چې د افغان ښځو سره یې مرسته کوله چې په جعلې پارسپورټونو سفر وکړي. په هغو کسانو شک کیږي چې د انسانانو د قاچاق د یوی لوی شبکې سره روابط لري.


نیول شویو کسانوویلې چې یو د برتانې تابعیت لري او بل د پاکستان اوسیدنکی دی، دغو دواړو د نیول شوو افغان میرمنو سره مرسته کړې وه چې د برتانیې پاسپورټونه ترلاسه کړې.

د اسی فکرکیږې چې انسانې قاچاقبر په پاکستان کې د بانفوذه سیاسی کسانو په مرسته فعالیعتونه کوي. په پاکستان کې قاچاقبر د هغو کسانو نه پیسې اخلې او نورو ملکونو ته یې قاچاقوي چې غواړي د جگړو نه وتیښتي او یا د ښه ژوند او کار په لټه کې وي.

د پاکستان دولتي هواېې شرکت (پي آی اې) د مخکې نه د ډیرو مشکلاتو سره مخ دی او په نړیواله کچه ترې تحقیقات شروع شويدي. د پي آی اې په دوه الوتکو کې د دې میاشتې په پېل کې هیروین موندل شوي و.

د برتانیې سرحدي مامورینو د مۍ د میاشتې په ١٥ د پاکستان دهواېې شرکت یوه الوتکه لندن ته د رسیدو نه وروسته ونیوله، د دغې الوتکې په پټ ځایونو کې مخدره مواد وموندل شول. داسی څرگندیزي چې د پاکستان چارواکو دغه معلومات ورکړي و.

یوه اونۍ وروسته، په اسلام اباد هواېې ډگر کې د مخدره موادو ضد چارواکو د ٢٠ کیلو گرامو نه زیات هیروین د (پي آی اې) په الوتکه کې ونیول چې د لندن هیترو هواېې ډگر ته روانه وه.

XS
SM
MD
LG