د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې یو پاکستانی قاچاقبر نیول شوی


د پاکستان یوه تبع چې د لس ګونه پاکستانیانو او افغانانو سره یې امریکا ته په قاچاقي توګه راتګ کې مرسته کړې، په امریکا کې نیول شوی او پخپلو جرم یې اعتراف کړی.

د شرافت علي خان په نامه دغه پاکستاني چې دوه دیرش کاله عمر لري، د چارشنبې په ورځ یې په محکمې کې خپل جرمونه ومنل. څارنوالان وایي هغه خلک د کولمبیا د لارې امریکا ته راوستل.

په شرافت علي خان دا تور هم دی چې خلک یې په ځنګلونو کې پیاده، په الوتکو او بسونو کې د امریکا تر سرحده رارسول او په بدل کې به یې ترې د پنځو زرو نه نیولې تر دولس زرو پورې امریکایي ډالر اخیستل.

د محکمې په حکم ویل شوي چې دغه سفر تقریباً نهه میاشتې نیولې. شرافت علي خان به لومړی خلک تر برازیله راوستل او د هغه ځای نه به یې د جنوبي او مرکزي امریکا د هیوادونو د لارې متحده ایالاتو ته راوستل.

تمه کیږي چې په شرافت علي خان به د جولای په میاشت کې محکمه حکم صادر کړي. هغه په برازیل کې د اوسیدو قانوني اسناد لري.

XS
SM
MD
LG