د لاس رسي وړ اتصالات

اشرف غني: طالبان ورانکاره ډله ده، باید له منځه یووړل شي


د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني

په قطر کې د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د نهم پړاو د خبرو له پیل سره جوخت د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د پنج شنبې په ورځ د اگست په ٢٢ افغان امنیتي ځواکونو ته په خطاب کې د طالبانو او نورو وسله والو ډلو په وړاندې جگړه جهاد وباله.

د جمهوري ریاست په یوه اعبلامیه کې د جمهور رئیس غني له قوله ویل شوي: "طالبان یوه ورانکاره ډله ده او تل هڅه کوي چې خلکو او عام المنفعه تاسیساتو ته زیان ورسوي، نو پدې خاطر ستاسو وظیفه ده چې دغه ورانکاره ډله له منځه یوسئ او اجازه ورنکړئ چې هیواد او خلکو ته زیان ورسوي".

د افغانستان جمهور رئیس همداشان ویلي دي: "زمونږ جهاد، برحقه جهاد دی او د سولې تر ټینگیدو پورې ددې هیواد دښمنان د هیواد په هر گوټ کې وځپئ".

ښاغلی غني دغه څرگندونې پداسې حال کې کوي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانگړي استازي زلمي خلیلزاد او طالب استازو ترمنځ د نهم پړاو مذاکرات په قطر کې روان دي.

په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین، د جمعې په ورځ اگست ٢٣ (وږي لومړۍ نیټې) د امریکا غږ ته وویل چې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې نن له غرمې وروسته بیا پیل کیږي او تر نیمې شپې پورې به دوام وکړي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانگړي استازي زلمي خلیلزاد، د مذاکراتو د روان پړاو دمخه وویل چې د پاتې موضوعگانو پر سر د طالبانو سره خبرو ته تیار دی، خو دا چې طالبان به ورته اقدام وکړي که نه پدې اړه خبر ندی.

XS
SM
MD
LG