د لاس رسي وړ اتصالات

د خبریالانو ملاتړې ادارې: د افغان خبریالانو او رسنیو وضعیت د اندیښنې وړ دی


د افغان د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د حقونو د ملاتړ فدراسیون چې له افغانستان څخه بهر فعالیت کوي په دغه هیواد کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو په وضعیت باندې ژوره اندیښنه ښودلې ده.

دغه فدراسیون د چهارشنبې په ورځ اکتوبر۲۵ ( لړم درییم) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې طالبانو د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې په پراخ ډول د تاوتریخوالي، وهلو ډبولو، پراخه سانسور، د خبریالانو نیولو او د معلوماتو د بهیر کنټرولولو ته دوام ورکړی دی.

ددې سربیره دغه فدراسیون ویلي چې طالبانو پر دغې ډلې د انتقادي راپورونو د خپرولو مخه نیولې او د طالبانو په واکمنۍ کې ښځینه خبریالانې په پراخه ډول ځپل کیږي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "د خبریالانو د حقونو د ملاتړخپلواکه ادارې چې کله هم د طالبانو په واکمنۍ کې د رسنیو او د خبریالانو د وضعیت په اړه انتقادي نظر ولري د ډول ډول فشارونو لاندې نیول کیږي".

د رسنیو له خوا پخپله سانسورول، په ولایتونو کې د خبریالانو او رسنیو خراب وضعیت، د اعلامیو پوښښ، د طالبانو د حکومت په رسمي غونډو باندې د رسنیو تمرکز، معلوماتو ته د لاس رسي نشتون او د تعقیب لاندې د نیولو څخه د ویرې لپاره نور مسایل دي، چې ددغه فدراسیون د اعلامیې پر اساس افغانستان کې خبریالان او رسنۍ ورسره مخ دي.

دغه فدراسیون ویلي چې ښځې په پشپړ ډول له رسنیو څخه حذف شوي او په ځینو برخو کې هغه هم په ښارونو کې په مشهورو رسنیو کې ښځې یوازې سمبولیک حضور لري او هغه هم د محدودیتونو لاندې فعالیت کوي.

دغه فدراسیون د طالبانو له زندان څخه افغان الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي په ګډون د یو شمیر خبریالانو او د رسنیو د فعالانو خوشې کیدو ته خوش بیني ښودلې، خو ویلي دي، چې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو پرله پسې نیول د خبریالانو او رسنیو په کار باندې یوه لویه ضربه ده.

د بې پولې خبریالانو د راپور له مخې د روان ۲۰۲۳ کال له پیل څخه راهیسې په افغانستان کې خبریالانو وهل، نیول او په زندان کې د اچولو پیښې دوام لري او یو شمیر خبریالان لا هم طالبانو سره بندیان دي.

د افغان خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د حقونو د ملاتړ فدراسیون افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" څځه غوښتي، چې طالبانو سره په بند کې د پرتو خبریالانو د خوشې کیدو لپاره دې هڅې وکړي.

طالبانو لا ددغه فدراسیون اعلاميې ته غبرګون نه دی ښودلی، دمخه د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو ویلي چې دا حکومت افغانستان کې د رسنیو فعالیت ته ژمن دی خو د رسنیو څخه یې غوښتي و، چې د شریعت د اصولو سره دې سم خپلو خپرونو ته دوام ورکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG