د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: افغان ځواکونه دې د کرښې په اوږدو کې له تاوتریخوالي ډډه وکړي


اجرائیه رئیس وايي،له ګواښوونکو لارو چارو څخه استفاده د ستونزې حل نه دی.
اجرائیه رئیس وايي،له ګواښوونکو لارو چارو څخه استفاده د ستونزې حل نه دی.

اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله وايي، افغان ځواکونو ته لارښوونه شوې، چې د ډیورنډ کرښې په داوړو غاړو کې د داسې اقداماتو له ترسره کولو ډډه وکړي، چې د تاوتریخوالي د راپورته کیدو لامل کیږي.

احرائيه رئيس چې د دوشنبې په ورځ یې د وزیرانو د شورا غونډې ته وینا کوله وویل، له افغانستان څخه دفاع د افغان ځواکونو دنده ده او له خپلې خاورې څخه د دفاع لپاره د اقداماتو د ترسره کولو حق لري.

ښاغلي عبدالله ټینګار وکړ، چې له ګواښوونکو لارو چارو څخه استفاده د ستونزې حل نه دی او ویې ویل "په داسې حال کې چې افغانستان تل هڅه کړې چې له خپلو ټولو ګاونډیو سره ښې اړیکې ولري او په دې برخه کې کوښښونه کړي، دا د افغانستان د دولت او د ملي یووالي د حکومت عزم او اراده ده او د افغانستان د خلکو نیت دی. په همدې حال کې د خلکو د سر او مال څخه دفاع او د هیواد ځمکنۍ بشپړتیا لپاره موږ ټول د خپلو ځواکونو تر څنګ ولاړ یو."

عبدالله عبدالله وویل، افغانستان له تروریستي ډلو څخه په استفادې سیاسي موخو ته د رسیدو پر پالیسیو باور نه لري او ټینګار یې وکړ، چې افغانستان له ټولو ګاونډیو هیوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

اجرائيه رئیس افغانستان د تروریزم قُرباني وباله او ویې ویل، چې یوه تروریستي ډله هم په دغه هیواد کې رامنځ ته شوې نه ده بلکې له نورو هیوادونو څخه په افغانستان کې فعالیت کوي.

د پاکستان حکومت ادعا کړې چې د سند ایالت په سیهون سیمه کې د لال شهباز قلندر پر زیارت باندې برید د افغانستان په خاوره کې پلان شوی او افغان حکومت ته یې د ۷۶ تروریستانو لیست وسپاره، چې پر وینا یې دغه شمیر کسان په افغانستان کې میشت او د پاکستان په خلاف تروریستي فعالیتونه کوي.

اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د پاکستان دغو ادعاو ته په اشارې وویل "هغه تورونه چې د افغانستان حکومت او خلکو ته متوجه شوي دي، ټوله نړۍ پر دې پوهیږي چې اساس او بنسټ نه لري، ستونزه په بل ځای کې ده."

ښاغلي عبدالله په سیمه کې روان وضعیت له تروریزم څخه د یو شمیر هیوادونو د ملاتړ نتیجه وبلله او د تروریزم په وړاندې مبارزه کې یې پر صادقانه همکاریو ټینګار وکړ.

XS
SM
MD
LG