د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې په سرطان اخته کډوال د ۱.۳ میلیارد ډالرو لاټري ګټلې


د اوریګن ایالت د ۱.۳ میلیارد ډالرو لاترۍ ګټونکی چینګ سیفان په ۱۹۹۴ کې له لاوس څخه امریکا ته راغلی.
د اوریګن ایالت د ۱.۳ میلیارد ډالرو لاترۍ ګټونکی چینګ سیفان په ۱۹۹۴ کې له لاوس څخه امریکا ته راغلی.

د متحده ایالاتو په اوریګن ایالت کې یو ۴۶ کلن کډوال د روانې میاشتې د ۱.۳ میلیارد ډالرو لاټري ګټلې ده.

چینګ سیفان د دوشنبې په ورځ اپریل ۲۹ (غوايي ۱۰) د اوریګن د ایالتي لاټرۍ په عمومي دفتر کې یو خبري کنفرانس ته وویل چې په خټه چینایي دی خو په لاوس کې زیږیدلی، او له هغه ځایه د جګړو له کبله تایلنډ ته له تللو وروسته په ۱۹۹۴ کې په امریکا کې میشت شوی دی.

سیفان وویل چې د سرطان په ناروغۍ اخته دی او دا پیسې به یې د درملنې او کورنۍ له اقتصادي وضعیت سره مرسته وکړي. نوموړي د لاټرۍ د مالیې له ورکولو وروسته، ۴۲۲ میلیون ډالر ترلاسه کړي دي.

هغه به دا پیسې د اوریګن ایالت د پورټلنډ د اوسېدونکې ۵۵ کلنې لایزا چاو سره نیمې کړي چې له هغه سره یې د ۲۰۰ ډالرو د لاټرۍ ټکټ په شریکه اخیستی و.

د دوو اولادونو دغه پلار چې د تیرو اتو کلونو راهیسې په سرطان اخته دی، وویل: "نه پوهیږم که دومره ژوند وکړم چې دا پیسې مصرف کړم. خو د ځان دپاره به یو ښه ډاکټر پیدا کړم."

هغه وویل د لاټرۍ د نتیجې له اعلان دمخه یې هره شپه د خپلې ګټې دپاره دعا کوله: "ما نه غوښتل مخکې له دې چې خپلې کورنۍ ته څه وکړم، مړ شم."

هغه د لاټرۍ دا ټکټ د اپریل په پیل کې پیرلی و. د اوریګن د قانون له مخې، د لاټرۍ ګټونکي نشي کولای پټ پاتې شي او حق لري چې د لاټرۍ د نتیجې له اعلان وروسته، تر یو کال پورې خپلې پیسې ترلاسه کړي.

دا د متحده ایالاتو د لاټري په تاریخ کې اتمه لویه جایزه ده. لومړۍ هغه ۲.۰۴ میلیارد ډالر وه، چې دوه کاله وړاندې په کالیفورنیا ایالت کې یو چا ګټلې وه.

هغه مهال د لاترۍ مسؤلینو ویلي وو، چې دغه بختور ګټونکی، چې نوم یې نه دی ښودل شوی، اختیار لري چې ۹۹۷.۶ میلیون ډالر نقدي همدا اوس واخلي او یا ټول دوه میلیارد ډالر په ۲۹ کلنیو قسطونو کې ترلاسه کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG