د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د شمالي ګاونډیانو سره د طالبانو اړیکو ته کتنه


د طالبانو ډله چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې په افغانستان کې له واکمن کیدو وروسته د نړیوالو له لوري د رسمیت پیژندلو له ستونزې سره مخامخ دي، هڅه کړې چې د اوزبیکستان، ترکمنستان او تاجیکستان په ګډون د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره خپلې اړیکې ښه کړي؛ هغه هیوادونه چې په افغانستان کې د میشتو ترهګرو له ورتګ څخه اندیښنه لري.

د اوزبیکستان، ترکمنستان او تاجیکستان سربیره قرغزستان، قزاقستان او حتی روسیه هم د افغانستان د امنیتي وضعیت او ددې هیواد څخه منخنۍ اسیا ته د ترهګرو د ورتګ په اړه سخت اندیښمن دي. یو لوی لامل چې دغه ګاونډي هیوادونه د طالبانو سره تعامل ته لیوال دي، همدغه امنیتي اندیښنې دي. پدې رپوټ کې هڅه شوې چې ددغو هیوادونو سره د طالبانو د اړیکو مستند انځور وړاندې شي.

افغانستان جنوبي اسیا په ځانګړې توګه هند او پاکستان سره د منځنۍ اسیا د هیوادونو د سوداګریز پیوستون کړۍ ده. د ترکمنستان څخه د تاپې د ګازو ستره اقتصادي پروژه چې هند او پاکستان ته د ګازو د نل لیکې تیرول دي، په افغانستان کې د امنیتي ستونزو په وجه له لسیزو راهیسې ځنډېدلي دي.

نه یواځې د منځنۍ اسیا هیوادونه حتی د طالبانو ملاتړی هیواد پاکستان هم د خپل امنیت پړه په افغانستان کې په میشتو پاکستاني ترهګرو په ځانګړې توګه د پاکستان په تحریک طالبان اچوي.

د منځني ختیځ په انستیتوت کې د افغانستان او سیمې لوړپوړی کارپوه ماروین واینباوم وایي تر ډیره حده د منځنۍ اسیا هیوادونه هڅه کوي د طالبانو پر وړاندې خپلې پالیسۍ همغږې کړي.

ښاغلي واینباوم وایي: «دا ټول هیوادونه یوه ځانګړې علاقه لري چې په افغانستان کې څه پیښیږي. په ځانګړې توګه پدې هیواد [افغانستان] کې د اورپکو ډلو د شتون څخه اندیښمن دي. له دغو هېوادونو څخه هر یو په دې وخت کې په افغانستان کې ثبات غواړي او دا خورا مهم دی، ځکه چې د ثبات پرته به نوې کورنۍ جګړه او خورا ګډه وډه کورنۍ جګړه رامنځته شي چې په ډیر احتمال سره اکثرې ډلې به ازادې ساحې ولري او هر څه چې غواړي هغه به ترسره کوي او سیمې ته د اورپکو ډلو د ورتګ خطر هم زیاتیږي.»

د متحده ایالاتو امنیتي او استخباراتي ادارې هم په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته پدې هیواد کې د القاعده شبکې او داعش په ګډون د ترهګرو ډلو د شتون او د بیا راټوکیدو څخه اندیښمن دي.

په یو تازه مورد کې جنرال مایکل کوریلا، چې د سپینې ماڼۍ له خوا د امریکا د مرکزي ځواکونو د قوماندانۍ د قوماندان په توګه نومول شوی د امریکا د سنا د وسله والو ځواکونو د خدماتو د کمیټې په استماعیه غونډه کې، وویل چې طالبانو د القاعده شبکې سره خپلې اړیکې ندي شلولي او د هغه په وینا د طالبانو د واکمن کیدو وروسته د افغانستان د زندانونو څخه د داعش خراسان څانګې د جنګیالیو په ازادیدو سره اوس داعش د بیا رامنځته کیدو په حال کې دی.

د امنیتي مسایلو ترڅنګ د افغانستان درې شمالي ګاونډیان ددې هیواد سره اقتصادي اړیکې هم لري په ځانګړې توګه افغانستان د ازبیکستان او تاجیکستان څخه د بریښنا واردولو ته اړمن دی او ترکمنستان د افغانستان د خاورې څخه هند او پاکستان ته د تابې د پروژې په پلي کولو سره د خپلو ګازو خرڅلاو غواړي.

د ترکمنستان او طالبانو اړیکې

د طالبانو او ترکمنستان اړیکې تر ډیره په اقتصادي مسایلو څرخي چې د تاپې ستره اقتصادي پروژه په کې شامله ده. همداشان ترکمنستان د نورو ګاونډیانو په څیر د افغانستان له خاورې څخه زیږنده امنیتي ګواښونو په اړه هم اندیښنه لري.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته ترکمنستان یو له هغو ګاونډیو هیوادونو څخه دی سره له دې چې تر اوسه یې د کابل حکومت په رسمیت ندی پیژندی خو څو پلاوي یې کابل ته استولي دي.

د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر په ۳۰ او ۳۱ نېټو ددې هیواد یو هیات د بهرنیو چارو د وزیر رشید مرادوف په مشرۍ په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره کاري خبرې اترې وکړې.

ښاغلي مرادوف د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي او نورو چارواکو ترڅنګ د طالبانو د رژیم د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند سره هم وکتل چې د امنیتي مسایلو تر څنګ دواړو خواو د تاپې د ګازو د پایپ لاین په پروزې هم خبرې وکړې.

د ترکمنستان سره د طالبانو د اړیکو په ارتباط د منځني ختیځ په انستیتوت کې د افغانستان او سیمې لوړپوړی کارپوه ماروین واینباوم وایي: «له ترکمنستان سره متقابلې ګټې موجودې دي. دوی [ترکمنستان] انرژي چمتو کوي. زه نه پوهیږم چې تادیات ځنډول شوي که نه، مګر یو اقتصادي اړیکه شتون لري.»

همدا شان د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست مولوي شهاب الدین دلاور د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال وفا حاجیف سره په هرات ولایت کې له لیدنې وروسته د جنورۍ په نهمه (مرغومې )۱۹ د تاپې پروژې په اړه وویل چې: "د [پروژې] د ښه امنیت نیولو په اړه، موږ ډاډ ورکړ اوس مهال شرایط برابر شوي دي چې د دغه پروژې کار پيل شي. موږ همدارنګه په لنډ وخت کې د تاپي پایپ لاین تیرېدو په مسیر کې د شخصي ځمکو د استملاک ستونزه هم په شفاف ډول هوارو."

ددې ترڅنک د روان کال د جنورۍ په ۲۴ (سلواغې څلورمه) د ترکمنستان د انرژۍ وزارت یو پلاوي کابل ته سفر کړی و. د افغانستان بریښنا شرکت د جنورۍ ۲۷ (سلواغې ۷مه) وویل خبرې د روانې اونۍ د دوشنبه په ورځ پيل او نن پنجشنبه "د نورالجهاد سب سټېشن د پراختيا تړون د افغانستان، ترکمنستان او چاليک کمپنۍ ترمنځ په درې اړخيز پروتوکول سره لاسليک شو."

د تاپی د ګازو نل لیکه له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې هند او پاکستان ته ګاز لیږدوي چې ددې پروژې لګښت شاوخوا ۱۰ میلیارد ډالر اټکل شوی دی. ددې پروژې د نل لیکې ۷۳۶ کیلومتره د افغانستان له هرات، هلمند او کندهار ولایتونو څخه تیریږي. دا نل لیکه د ترکمنستان څه دپاسه ۳۳ میلیارد کوبیک میټر ګاز جنوبي اسیا ته د ۳۰ کالو په اوږدو کې د ۱۸۰۰ کیلومتره اوږد پایپ لاین له لارې رسوي. ټاکل شوې چې دا پروژه به د دوو کلونو په ترڅ کې بشپړه شي.

ددې پروژې یو لړ ابتدایي کارونه ترسره شوي او وروستی ځل د ۲۰۱۸ کال په فبرورۍ کې د هرات په ولایت کې د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني او د ترکمنستان ولسمشر قربانګلي بردي محمدوف په داسې حال کې چې د هند او پاکستان لوړپوړي چارواکي هم حاضر وو په ځانګړو مراسمو کې په افغانستان کې ددې پروژې د تیریدو د بنسټیزو کارونو پیل اعلان کړ. خو پروژه په افغانستان کې د امنیتي ستونزو له وجې په ټپه ودریدله.

د دپلومات په نامه نړیواله خبري مجله د خپلو کارپوهان په حواله وایي په افغانستان کې د طالبانو واکمن کیدو د مادي اړخه د تاپی د پروژې په تیاره لرلید کوم اثر ندی کړی چې پدې نژدې وختونو کې دې جوړه شي.

همداشان ددې ترڅنک ترکمنستان د افغانستان سره یو لړ بشري مرستې هم کړي دي. ددې مرستو دوهمه جوپه د تورغونډۍ بندر له لارې هرات ولایت انمتقال شوه چې د یو میلیون او ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت پدې مرستو کې نفتي مواد، پټرول، ډېزل، مایع ګاز، غنم او البسه شامل.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېر محمد عابس ستانکزي ددې مرستو د تسلیمیدو په مراسمو کې ترکمنستان د افغانستان د خلکو (واقعي دوست) وباله.

د ازبیکستان او طالبانو اړیکې

په اففانستان کې د طالبانو د بیا واکمن کیدو وروسته ازبیکستان هم د افغانستان د نورو ګاونډیانو په څیر امنیتي اندیښنې لري، په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ازبکستان د اسلامي تحریک د سخت دریځې ډلې له شتون څخه اندیښمن دی.

د تیر کال د اکتوبر په اومه د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف په مشرۍ یو پلاوی کابل ته د طالب مشرانو سره د خبرو لپاره تللی و. د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت دا خبر تاېید کړی او ویل شوي چې د خبرو په اجندا کې د انرژۍ او سوداګرۍ اړوند مسایلو خبرې شوي.

ښاغلي کاملوف چې حکومت یې د طالبانو حکومت په رسمیت ندی پیژندلی د طالبانو د رئیس الوزرا د مرستیال عبداسلام حنیفي او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په ګډون د یو طالب چارواکو سره کتلي دي. همداشان اوزبیک چارواکو ویلي چې په کابل کې د دوی تود هرکلی شوی دی.

د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې نورې خبرې به په تمرکز د طالبانو سره په راتلونکې کې وشي چې په کې د پلخمري-سورخان د برېښنا ترانزمیشن جوړول چې افغفانستان ته د اوزبیکستان د برښنا لیږد ۷۰فیصده زیات کړي. همداشان د ترمز نه مزار شریف ښار او له مزار څخه کابل ته د اورګاډي د غزولو په پلان هم خبرې شوي دي.

د ښاغلي کاملوف د سفر په ترڅ کې طالبانو ډاډ ورکړی چې د اوزبیک متخصصینو او فني کارکوونکو امینت به تضمین کړي چې پدغو پروژو کار کوي.

بلخوا د افغانستان برښنا شرکت ویلي چې د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د برښنا تړون د ۲۰۲۲ کال تر پای پورې وغزول شو. د برښنا شرکت و ډسمبر ۳۱ (مرغومې نهمه) ویلي و چې دا تړون د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس حافظ محمد امین او د ازبکستان د برېښنا ملي شرکت رئیس دادا جان ایساکولوف ترمنځ لاسلیک شو.

خو ددې ټولو تر څنګ د اګست په ۱۵ کابل ته د طالبانو له ننوتو سره سم، د افغانستان د پخواني پوځ پېلوټانو د خپل ځان او د خپلو کورنیو د خوندیتوب لپاره د جنګي الوتکو او بلک هاک هلېکوپترو په شمول ۴۰ الوتکې ازبیکستان او تاجیکستان ته انتقال کړې. د طالبانو د دفاع وزیر څه موده مخکې ګاونډیو هېوادونو ته خبرداری ورکړی و چې د افغانستان د پخواني پوځ الوتکې دې ژر تر ژره دوی ته وسپاري.

خو د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویاند جان کربي د جنورۍ په ۱۸ امریکاغږ ته وویل: «موږ ددغو الوتکو د وضعیت په اړه کار کوو...داسې وګڼئ چې دا الوتکې به افغانستان ته ددې لپاره چې طالبان یې وکاروي، ونه لېږل شي».

د اوزبیکستان امنیتي اندیښنې

اوزبیکستان په افغانستان کې د «اوزبیکستان د اسلامي غورځنګ» له شتون څخه سخته اندیښنه لري، که څه هم چې د اوزبیک او د طالب چارواکو ترمنځ د لیدنو کتنو په خپرو شویو رپوټونو کې په مشخصه توګه دې موضوع ته اشاره نده شوې، خو کارپوهان وایي چې ددغو سخت دریځو مخنیوی د اوزبیکستان د مهمو اهدافو څخه دی.

داسې ادعاوی شته چې طالبان د بهرنیو تروریستي ډلو په ځانګړي ډول القاعده شبکې، لشکر طیبه، شرقي ترکستان، د ترکستان اسلامي تحریک او نورو ډلو سره خپلې اړیکې زیاتې کړې دي.

ځو طالبانو دا ډول ادعاوی تل رد کړي دي او ویلي یې دي چې دوی اجازه نه ورکوي چې افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد وکارول شي.

د منځني ختیځ په انستیوت کې د افغانستان او سیمې لوړپوړی کارپوه ماروین واینباوم وایي: «ازبیکستان ددې هیواد د اسلامي غورځنک په اړه اندیښنه لري او مونږ پوره معلومات لرو چې د اوزبیکستان اسلامي غورځنګ د اسلامي دولت د ډلې یا داعش سره یو ځای کار کاوه. خو البته چې اسلامي دولت ډله د طالبانو سره سیالي او مخالفت لري او ټول سیمه ییز شریکان د اسلامي دولت په اړه اندیښمن دي.»

ښاغلي واینباوم وایي: «که په افغانستان کې حالات په رښتيا هم خراب شي د اسلامي دولت ډله پياوړی کېږي او که د طالبانو په لیکو کې دننه د خپلمنځي جګړو پيل ووينو او په خپله د طالبانو په تحريک کې انحرافات پيل شي، نو سیمې ته د اورپکو ډلو د ورتګ خطر هم زیاتیږي.»

د ۱۳۹۹ کال د لړم په ۲۲ د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې وویلي وو چې د ازبکستان د اسلامي تحریک مشر عزیز یولداش د فاریاب ولایت د غورماچ ولسوالۍ په حاجي سعیدګل کلي کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی. دې وزارت دا هم ویلي وو چې په دغو عملیاتو کې ددې تحریک د مشر زوی هم ټپي شوی دی.

د شرقي ترکستان د اسلامي غورځنګ مشر طاهر طاهر یولداش په ۲۰۰۹ کال کې په پاکستان د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوی و.

د تاجیکستان او طالبانو اړیکې

تاجیکستان د پخواني شوروي اتحاد د منځنۍ اسیا د جمهوریتونو له هغو هیوادونو څخه دی چې د افغانستان سره ۱۳۵۷ کیلومتره سرحد لري او دا هیواد تر ډیره د روسیې په امنیتي او اقتصادي مرستو متکی دی. همداشان دا هیواد چې د افغانستان سره ژبنی قرابت هم لري، له ډیر پخوا راهیسې د افغانستان د شمالي ټلوالې له سختو ملاتړو څخه ګڼل کیږي.

کله چې طالبانو په کابل کې واک تر لاسه کړ، د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو ضد ډلې ډیرو مشرانو تاجیکستان ته مخه کړه.

د تاجیکستان ولسمشر امام علي رحمان د طالبانو د حکومت ضد اپوزیسون څخه ټینګ ملاتړ وکړ او په افغانستان کې یې د یو ټولشموله حکومت د جوړیدو غوښتنه وکړه.

امام علي رحمان، د تیر کال د اګست په ۲۵ (وږي ۳) د طالبانو ډله د پراخ بنسټه نظام په جوړولو کې په ځبلو ژمنو کې په پاته راتللو او د اسلامي امارت د جوړولو په هڅه تورنه کړې وه.

ښاغلي واینباوم وایي: «په عمومي توګه تاجیکستان د افغانستان په اړه خورا سخت دریځ نیولی دی او هغوی په تاجکستان کې د اسلامي بغاوت د بیا راژوندي کیدو په اړه اندیښمن دي، کوم بغاوت چې دوی ورسره څو کاله وړاندې مخامخ وو.»

خو ددې ټولو سره سره د اقتصادي ګټو په پام کې نیولو سره د افغانستان بریښنا شرکت د تاجیکستان سره د وارداتي برښنا تړون د ۲۰۲۲ میلادي کال تر پای پورې وغزاوه. د افغانستان د برښنا شرکت د ډسمبر په ۲۷ (مرغومې شپږمه) ویلي وو چې دا قرارداد د افغانستان د برښنا د عمومي اجرائیوي رئیس حافظ محمد امين او د تاجکستان د برق تاجک شرکت د رئیس اسماعيل زاده ترمنځ د دوه ورځنیو مذاکراتو په ترڅ کې لاسليک شو.

د برښنا شرکت ریاست ویلي، دا قرارداد چې د روان کال جولای څخه تر ډسمبر پوري د سياسي تحولاتو له امله د ځنډ سره مخ شوی و، بیا لاسليک شو.

د افغانستان او سیمې د چارو کارپوه ماروین واینباوم وایي د منخنۍ اسیا ټول هیوادونه په افغانستان کې د اورپکو ډلو له شتون څخه اندیښمن دي او دغه هیوادونه په یو ډول په افغانستان کې د ثبات غوښتونکي دي، ځکه د هغه په وینا د ثبات پرته کیدای شي پدې هیواد کې نوې کورنۍ جګړه او ګډوډي رامنځته شي چې په نتیجه کې به سیمې ته د اورپکو ډلو ورتګ ته زمینه برابره شي.

سره له دې چې د طالبانو ډلې هڅه کړې د منځنۍ اسیا او د افغانستان د نورو ګاومډیانو سره اړیکې پراخې کړي، خو هیڅ هیواد په رسمیت ندي پیژندلي او دغه هیوادونه په افغانستان کې د یو ټولشمله حکومت غوښتونکي دي؛ هغه غوښتنه چې طالبالنو تل رد کړې او د افغانستان په داخلي چارو کې یې لاسوهنه ګڼلې ده.

د اروپایي هیوادونو او متحده ایالاتو په ګډون نړیوالې ټولنې ویلي چې طالبان باید د ټولشموله حکومت د جوړیدو ترڅنګ د اقلیتونو، ښځو او نجونو په ګډون د افغانستان د ټولو خلکو حقونو تامین کړي، او ښځو ته د کار او تحصیل زمینه برابره کړي.

XS
SM
MD
LG