د قطر صدراعظم محمد ال ثاني د چهارشنبې په ورځ اپریل ۱۷ (۲۹) د ترکیې له صدراعظم سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې د اسرائيل او حماس ترمنځ په خبرو کې په خپل رول بیا کتنه کوي او ارزوي یي.
د جي-۷ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د چهارشنبې په ورځ اپریل ۱۷ (حمل۲۹) د ایټالیا د کاپري په ټاپو کې په ایران باندې د اسرائيل د غچ اخیستونکو بریدونو د امکاناتو تر سیوري لاندې خپله درې ورځنۍ غونډه پیل کړه.
د قطر صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د چهارشنبې په ورځ، اپریل ۱۷ (وري ۲۹مه) وویل چې په غزه کې د اوربند او د حماس له خوا د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون په اړه خبرې "حساس پړاو" ته رسېدلي دي.
د روسیې د ولسمشر ولادیمر پوتین ویاند د چهارشنبې په ورځ، اپریل ۱۷ (وري ۲۹مه) د قره باغ له سیمې څخه د روسي سوله ساتو ځواکونو د وتلو خبر ورکړ.
په پاکستان کې یوې محکمې د چهارشنبې په ورځ، اپریل ۱۷( وري ۲۹مه) د یو حکم په صادرولو سره ددغه هېواد چارواکو ته لارښوونه کړې چې تر یوې اوونۍ پورې دې په دغه هېواد کې د ایکس ټولنیزه شبکه بیرته فعاله کړي.
د ازبیکستان د دفاع وزارت خبر ورکړی چې د شمالي اتلانتیک تړون (ناټو) پوځي کارپوهانو په روانه اونۍ کې ددغه هېواد د پوځ د تازه ګمارل شویو سرتیرو روزنه پیل کړې ده.
د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ کامرون د چهارشنبې په ورځ اپریل ۱۷ (وري ۲۹) بیت المقدس ته د سفر په ترڅ کې وویل چې اسرائیل په ښکاره له ایران څخه ددې اونۍ د برید د غچ اخیستلو پرېکړه کړې ده.
په متحده عربي اماراتو کې د بې ساري باران له کبله سرکونه او د دوبۍ نړیوال هوايي ډګر له اوبو لاندې شوي، ښوونځي او دفترونه تړل شوي دي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر، شهزاده فیصل بن فرحان السعود سه شنبه اپریل ۱۶ (وري ۲۸) په غزې کې روان وضعیت "نه منل کیدونکی" وباله او په سمدستي توګه یې د اوربند غوښتنه وکړله.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د سه شنبې په ورځ اپریل ۱۶ (وري ۲۸) له سعودي عربستان سره د همکارۍ د پراخولو او پیسو ته اړ پاکستان کې د ریاض د پانګه اچونې د زیاتولو غوښتنه وکړه.
اسرائیل د سه شنبې په ورځ اپریل ۱۶ (وري ۲۸) پر ایران باندې "دپلوماتیک برید" پیل کړ او پر ۳۲ هیوادونو یې غږ وکړ چې د سپاه پاسداران انقلاب او د هغوی د توغندیو پر پروګرام بندیزونه ولګوي.
نور پورته کول