په متحده ایالاتو کې رسنیو د امریکايي چارواکو په حواله ویلي، امریکا پر ایران د اسرائیل د راپور شوي برید په اړه له وړاندې خبر ترلاسه کړی و، خو د دغه عملیاتو ملاتړ یې نه دی کړی او نه یې په عملي کولو کې کوم رول لوبولی دی.
متحدو ایالتونو د پنجشنبې په ورځ اپریل ۱۸(حمل۳۰) د امنیت په شورا کې په ملګرو ملتونو کې فلسطین ته د بشپړ غړیتوب ورکولو غوښتنه رد او ویتو کړه.
د امریکا متحدو ایالتونو څه باندې ۵۰ مهاجر تاوتریخوالي ځپلي هایتي ته ستانه کړي دي.
پر اسرائیل باندې د ایران د برید په غبرګون کې سپینې ماڼۍ پر ایران باندې نوي بندیزونه او محدودیتونه ولګول.
د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د پنجشنبې په ورځ اپریل ۱۸ (وري ۳۰) وویل هیواد یې متحده ایالاتو ته ویلي چې پر اسرائیل له بې ساري برید وروسته د کړکېچ د زیاتوالي په لټه کې نه دی.
د فیلیپین ساحلي ګارد د پنجشنبې په ورځ اپریل ۱۸ (حمل۳۰) وویل چې ځواکونه به یې په لومړي ځل د امریکا سره په ګډو پوځي تمریناتو کې برخه واخلي.
په اسرائیل د ایران برید ته په غبرګون کې متحده ایالاتو سه شنبه اپریل ۱۶ (وري ۲۸) وویل چې ډیر ژر به د ایران د توغندیو او بې پیلوټه یا ډرون الوتکو په پروګرام تازه بندیزنه ولګوي.
د متحده ایالاتو د استازو مجلس مشر مایک جانسن دوشنبې اپریل ۱۵ (وري ۲۷) وویل چې ټاکل شوې دا مجلس په همدې روانې اوونۍ کې د اوکراین او اسرائیل سره د مرستو په دوو بیلو لایحو رایه ګیري وکړي چې ډیره موده کیږي په کانګرس کې بند پاتې دي.
د متحدو ایالتونو مخکنی ولسمشر دونالډ ټرمپ نن دوشنبه اپریل ۱۵ (حمل۲۷) د لوڅو فلمونو یوې کارکوونکې ته د پېسو ورکولو په قضیې کې محکمې ته حاضر شو. محکمه په نیویارک کې ده.
د جي-۷ هېوادونو مشرانو په اسرائیل باندې د ایران له بریدونو وروسته نن یکشنبه اپریل ۱۴ (حمل۲۶) له اسرائیل څخه خپل حمایت اعلان کړ.
په اسرائيل باندې د ایران د بې پيلوټه الوتکو او توغندیو له بریدونو وروسته، نن یکشنبه د سپينې ماڼۍ یو لوړ پوړي مقام وویل چې متحده ایالتونه په منځني ختیځ کې د شخړې زیاتېدل نه غواړي.
د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن وايي، امریکايي پوځیانو له اسرائیل سره د ایران د ټولو بې پیلوټه الوتکو او توغندیو په نسکورولو کې مرسته کړې ده.
نور پورته کول