د ملګرو ملتونو د انکشاف پروګرام (UNDP) په " افغانستان کې متشبثو ښځو ته غوږ نیول، مبارزه او مقاومت" تر نامه لاندې په یو راپور کې ویلي چې په دغه هیواد کې متشبثې ښځې د سوداګرۍ په برخه کې د اضافي مصرف په ګډون د ګڼو ننګونو او خنډونو سره مخ دي.
په پاکستان کې میشت هغه زرګونه افغان کډوال چې په لوېدیځو هېوادونو کې د بیا-میشتولو پروګرام برخه دي، وايي، دا دی دوه نیمه کاله کېږي چې د تلو په تمه دي خو اوس دې ځای ته راغلي چې د خوړو پیسې هم نه لري.
د بريتانیا د پارلمان غړو د دغه هېواد له حکومت څخه وغوښتل، هغه افغانان چې په افغانستان کې د بريتانوي ځواکونو ژباړونکي وو او همدا راز د افغانستان د پخواني حکومت پوځيان دې استثنأ کړي او روانډا ته دې نه استوي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د دوه خصوصي تلویزیونونو د فعالیتونو د ځنډولو په اړه د رسنیزو شکایتونو د ارزونې کمیسیون پریکړه د رسنیو د قانون سره په ټکر کې ګڼلې او ددغې پریکړې د لغوه کیدو غوښتنه یې کړې ده.
په افغانستان او پاکستان کې د هوا پیژندنې او اضطراري چارو د ادارو مسؤلینو سه شنبه اپریل ۱۶ ( وري ۲۸) ویلي چې د شدیدو بارانونو څخه وروسته په سیلابونو او تندر په پیښو کې په دواړو هیوادونو کې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه مړه شویدي.
افغانستان کې د باختر خبري اژانس، چې د طالبانو د حکومت تر چتر لاندې کار کوي، خبر ورکړی چې د دوو خصوصي تلویزونونو فعالیتونه ځنډول شوي دي.
د ملګرو ملتونو د مهاجرت سازمان وایي چې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو دریو میاشتو کې تقریبآ یو میلیون افغانان د ایران او پاکستان له پنځو سرحدي دروازو څخه افغانستان ته او یا له افغانستان څخه دغو هېوادونو ته تللي او راغلي دي.
د بشري حقونو یو شمیر ښځینه افغان فعالانې وايي چې د کوسوو جمهور رئیسې ویوسا عثماني ددغه هیواد د جمهوري ریاست افتخاري مدال افغان میرمنو ته ورکړی دی.
د طالبانو د حکومت د رسنیو مرکز په یو خبرپاڼه کې ویلي چې په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال سیدحسن مرتضوي ددغه حکومت د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې په ایران کې د طالبانو د حکومت پر مخالفانود سیاسي فعالیت د بندیز په اړه هغه ته ډاډ ورکړی دی.
د متحدو ایالتونو د مرکزي قوماندانۍ په نوې ارزونې کې ویل شوي دي چې په ۲۰۲۱ کال کې د کابل د هوایي ډګر په مخکې د شوي ځانمرګي برید مخه نه شوه نیول کېدای او په هغه ورځ د امریکايي عسکرو له لوري په نښه شوی کس، چې تورې جامې یې په تن وې او په سر یې وېښته نه وو، بریدګر نه و.
افغانستان او پاکستان ترمنځ په سرحدي سیمو کې ستنیدونکو افغان کډوالو د خیر ښیګڼې لپاره د نړیوالو مرستې رسونې ادارو له خوا یوجوړ شوی کنسرسیوم وايي چې په ددغو دوو ګاونډیو هیوادونو کې حالاتو بدلون ته په کتنې کیدای شي د کال جولای تر میاشتې به سلګونه زره ګډوال په سرحدي سیمو کې بشري مرستو ته اړتیا ولري.
د افغانستان یو شمیر پخواني حکومتي چارواکو او سیاسیونو په اسرائیلو باندې د ایران د تیرې شنبې د شپې برید ته په جلا جلا غبرګونو کې دا برید مشروع ګڼلی او په سیمه کې یې د ترینګلیتا په کمیدو ټینګار کړی دی.
نور پورته کول