د لاس رسي وړ اتصالات

د زیکا د خطرناکه ویروس ژوندۍ نمونې موندل شوي دي


ډاکټران وايي د عادي ښکلولو او مچولو له لارې هم د زیکا ویروس خپرېدی شي.
ډاکټران وايي د عادي ښکلولو او مچولو له لارې هم د زیکا ویروس خپرېدی شي.

د زیکا ویروس چې ماشې یې انتقالوي نژدې هره ورځ نوې ستونزې پیدا کوي او په خاصه توگه، په لاتینې امریکا کې چې هلته دغه مرض ډېر خپور شویدی.

په برازیل کې د روغتیا د چاور مامورین وایي چې د دغه ویروس ژوندۍ نمونې یې په متیازو او لاړو کې پیدا کړیدي.

د ازوالډو کروز د ټولنې یو څېړونکي، پالو گدیا، وویل عادي مچول په دغه ویروس د ککړېدو خطر زیاتوي.

دا خبر په داسې وخت کی خپور شویدی چې په برازیل کی د جمعې په ورځ د کارنیوال موسم پیل شو. په دغه موسم کې خلک په لارو کوڅو کې میلې کوي او یو بل مچوي چې د پردو خلکو مچول یوه عادي خبره ده.

دغه سیاینسپوه وویل" موندل شوې نمونې چې نن خپرې شوې دي ددې مانا نه لري چې خلک دې کارنیوال ته نه ځي، مگر مونږه دا وایو چې مېندوارې ښځې ددغه مرض عواقبتو ته چې خطرناک دی، ډېرې متوجې شي."

ډاکټران شک لري چې د زیکا ویروس د نویو زېږېدېدونکو ماشومانو پر اعصاب هم بده اغیز وکړي. په اصل په زیکا د اخته مېندوارې مور ماشوم چې پیدا کیږي، سر یې کوچنی وي چې عصبي کډودي يې هم ورسره مله وي.

په زیکا د اخته ښځو ماشومان چې پېدا کیږي، سرونه یې تر عادي حالت کوچني وي چې د ماشوم پر اعصابو هم بد تاثیر لري.
په زیکا د اخته ښځو ماشومان چې پېدا کیږي، سرونه یې تر عادي حالت کوچني وي چې د ماشوم پر اعصابو هم بد تاثیر لري.

دا ویروس اوس د مرکزي او لاتینې امریکا په لږ تر لږ ٢٠ هیوادونو کې خپور شوی دی او ور ځ تر بلې په خپرېدو دی.

په برازیل کې د روغتیايي چارو کارکوونکي وايي دوی د زیکا انتقالوونکی ماشی ژوندی نیولی دی.

د اوسوالدو کروز د انستیتوت یو څیړونکی ساینس پوه پاولو گادیلا وایي په ناروغۍ اخته کس سره نږدی تماس هم د دې ویروس د انتقال احتمال زیاتوي.

د روغتیا د نړیوال سازمان متخصصین خبرداری ورکوي چې ددې ویروس د اوسني وضعیت ادامه، کیدی شي د امریکا په وچه کې د دې پیښو شمېر تر راتلونکي کال پورې څلور میلیونو ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG