د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي د یمن پر حوثي شیعه ګانو بمباریو ته زور ورکړی


د سعودي په مشرۍ د ایتلاف الوتکو په صنعا، عدن تایز ښارونو په ځينو برخو کې پر حوثي یاغیانو بمبارۍ کړي دي.
د سعودي په مشرۍ د ایتلاف الوتکو په صنعا، عدن تایز ښارونو په ځينو برخو کې پر حوثي یاغیانو بمبارۍ کړي دي.

د سعودي په مشرۍ ایتلاف د یمن په ختیځه برخه کی په حوثي شیعه یاغیانو چې په ځمکنۍ جگړه کی پرمختگ کوي هوایی بمباریو ته زور ورکړی دی.

ایتلاف د پلازمینې صنعا په ګډون، د یمن د دویم لوی ښار تایز او په جنوب کې د سرحدي ښار عدن په ځينو برخو کې پر حوثي یاغیانو بمبارۍ کړي دي، خو لا معلومه نه ده چې په دغو بمباریو کې څومره کسان وژل شوي او ژوبل شوي دي.

ویل کیږي چې ایران د حوثي یاغیانو ننګه کوي، خو تهران یې نه مني.

د ایران د پوځ د ورځې په مناسبت یوې غونډې کې د ایران ولسمشر حسن روحاني پر سعودي کلکه نیوکه وکړه او ویې ویل " تاسو- سعودي- په سیمه کې د خلکو په زړونو کې د نفرت زېړي وکرل چې ثمره به یې ژر او یا وروسته وریبﺉ. "

د سعودي په مشرۍ ایتلاف له څه مودې راهیسې پر حوثي شیعه ګانو بمبارۍ کوي، دغو یاغیانو د یمن ځینې سیمې نیولې او ولسمشر یې له هېواد نه تښتېدلو ته اړ ویست.

د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د چارو ویاند وايي وسلوال بې دریغه ډزې کوي او په زور د خلکو شخصي کورونو ته ننوځي.

ویاند وايي د ولسي خلکو لپاره یوه بله ستونزه د ماینونه ده چې کلکه څارنه او مراقبت غواړي.

په یمن کې، هوایي بمباریو او شخړو د خلکو په روحیاتو باندې سختې اغېزې کړي دي، په تېره بیا ماشومان روحي اوروانې ملاتړ ته ضرورت لري.

ملگرو ملتونود ۲۴۷ میلیونه ډالرو د مرستو غوښتنه کړې ده چې له د بحران ځپلو لاسنیوی وکړي.

د ایران خارجه وزیر، د جمعې په ورځ ملگروملتونو ته په یمن کی د سولې راوستو لپاره پلان ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG