د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال بانک د اړمنو افغانانو د معیشت لپاره ۸۴ میلیونه ډالر مرسته کوي


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د نړیوال بانک اجرائیوي مدیرانو د سه شنبې په ورځ اپریل ۳۰ (ثور۱۱) د افغانستان د انعطاف منلو د ټولنې د معیشت پروژې لپاره د نړیوال انکشاف د ټولنې (IDA) د ۸۴ میلیونو ډالرو مرسته تصویب کړې ده.

نړیوال بانک په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا مرسته د افغانستان انعطاف منلو امانتي صندوق (ARTF) د ۷۰ میلیونو ډالرو تکمیلوونکي اضافي مرسته ده.

نړیوال بانک په دغه اعلامیه کې ویلي چې د ۲۶۵ میلیونو ډالرو دا پروژه د افغانستان د انعطاف منلو امانتي صندوق (ARTF) له خوا د افغانستان په کلیوالي او ښاري سیمو کې د ښځو او په ټولنه کې اړمنو کسانو لپاره د بلاعوضه مرستو له لارې د معیشت او د خدمتونو او د ټولنیزو ادارو د پیاوړتیا لپاره د خدمتونو د وړاندې کولو لپاره پیل شوې ده.

د نړیوال بانک د افغانستان د دفتر مشرې ملیندا ګوډ ویلي چې ددغې پروژې پر دغه اضافي تمویل سره به دا ددې پروژې فعالیتونه په کلیوالو او ښاري سیمو کې لا پراخه شي او ښځو ته به د معیشت په برخه کې نور فرصتونه هم برابر شي.

همداشان میرمن ګوډ ویلي چې دا نوې مرسته به د اقلیم د بدلون د اغیزو له امله د انعطاف منلو د متمرکزو فعالیتونو رامنځ ته کول پراخه کړي او ستنیدونکو افغان کډوالو ته به د کار او کسب او هم د خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي.

میرمن ګوډ ویلي: " په تیرو ۱۸ میاشتو کې دغې پروژې د اغیز لرونکو خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د یو اساس او عملیاتي موډل په توګه د کار موندنې، اړینو خدمتونو او شتمنیو او تر ټولو مهه د ښځو لاس رسي په برخه کې کار کړی دی".

نړیوال بانک ویلي چې دا پروژه د افغانستان په شپږو زونونو، ۲۶ ولایتونو، ۶۷ کلیوالي سیمو او ۶۲۰۰ کلیو او اتو لویو ښارونو کې به خپل کار ته دوام ورکړي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي د ۲۰۲۲ کال له پیل څخه تراوسه ددغې پروژې له لارې له ۷۷۶ زرو څخه زیاتو کورنیو د لنډې مودې کارونه موندلي دي، چې شاوخوا ۵.۴ میلیونو افغانانو ته یې ګټه رسیدلې ده.

ددې سربیره شاوخوا ۹۲ زره او ۲۰۰ زیانمنوونکو کورنیو هم ددې پروژې د نغدو پیسو او یا د غیر نغدي پیسو د مرستو څخه ګټه پورته کړې ده، چې اکثریت یې د کورنیو سرپرستان او یا هم معلولیت لرونکي وګړي وو.

نړیوال بانک ویلي: " نږدې ۷.۴ میلیونه افغانانو د لارو، روغتیايي خدمتونو او څښلو اوبو ته لاس رسی موندلی دی او په ټولنه کې له ۲.۱ میلیون څخه زیات کسانو روغتیا او تغذیه، د اقلیم د بدلون اغیزو او د طبیعي پیښو د مدیریت په برخه کې روزنه ترلاسه کړې ده".

د نړیوال بانک د معلوماتو پراساس دا پروژه د کارګرانو او سیمه ییزو ساختماني قراردادیانو لپاره د کار بازار د رامنځ ته کولو کې مرسته وکړي او هغوی ته به د کار امکانات برابر کړي.

نړیوال بانک افغانستان لپاره دا مرسته په داسې حال کې تصویب کړې چې ددغه بانک د یو راپور له مخې د افغانستان اقتصادي لرلید ناڅرګند دی او لږ ترلږه تر ۲۰۲۵ کال پورې دا هیواد د اقتصادي رکود د ګواښ سره مخ دی.

نړیوال بانک د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د اپریل د میاشتې په یو راپور کې ویلي چې ددغه هیواد اقتصادي لرلید تیاره بریښې.

نړیوال بانک ویلي: " د داخلي ناخالص تولید وده، چې د بودیجې څخه بهر د مصرف لپاره د بهرنیو مالي تامیناتو د کمیدو سره مل وه، د هیواد[افغانستان] د اقتصادي لرلید په تړاو یو تیاره تصویر وړاندې کوي. اټکل کیږي چې په خصوصي برخه کې د جوړښت په تړاو ستونزې او د اړتیا وړ خدمتونو په برخه کې د نړیوال ملاتړ کموالی د هرډول اقتصادي پرمختګ مخه ونیسي".

همداشان افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۴ کال د بشري مرستو د وړاندیز له مخې ددغه هیواد له نیمايي څخه زیات کسان به په روان کال کې بشري مرستو ته اړتیا ولري.

ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې په دغه هیواد کې مرستو ته د اړمنو ټولو کسانو له ډلې نړیواله ټولنه به یوازې د ۱۷.۳ میلیونو کسانو ته مرستې برابرې کړي.

ملګرو ملتونو په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د خپلو بشري پروګرامونو د دوام لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د ۳.۰۶ میلیاردو ډالرو بودیجه غوښتې ده.

خو ملګرو ملتونو ویلي چې د اپریل د میاشتې تر لومړیو یې ددغو پیسو یوازې شپږ فیصده بودیجه ترلاسه کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG