د لاس رسي وړ اتصالات

ولې د امریکایي مسلمانانو نژدې ټولې خیریه مرستې دننه په امریکا کې پاته کیږي؟


د امریکا په نیوجرسي ایالت کې د جمعې لمونځ
د امریکا په نیوجرسي ایالت کې د جمعې لمونځ

د روژې په میاشت کې، زیات شمیر امریکایی مسلمانان په پوره سخاوت د خیریه موسسو ته چې غزې او نورو اړمنو ځایونو ته کمکونه رسوي، اعانه ورکوي، خو د دغو مرستو لویه برخه په متحده ایالاتو کې پاتې کیږي او د بیوزلۍ سره د مبارزې او د روغتیایي پاملرنې په څیر برخو کې مصرفیږي.

د انډیانا په پوهنتون کې د مسلمانانو د بشردوستانه نوښت مدیر شارق صدیقي وویل: "یو ناسم باور چې خلک د امریکایی مسلمانانو په اړه لري دا دي، چې هغوی خپلې ټولې پیسې بهر ته لیږي."

صدیقي زیاته کړه، په حقیقت کې، د اټکل شوي ۴.۳ میلیون ډالرو ۸۵ سلنه چې امریکايي مسلمانان یې هر کال خیرات ورکوي په متحده ایالاتو کې پاتې کیږي، چې له هغې څخه ۵۰ سلنه یې د مسلمانانو په مشرۍ موسسو ته ځي او ۴۰ سلنه یې د غیر مسلمانو ډلو د ملاتړ لپاره لګول کیږي.

صدیقي په یوه مرکه کې وویل: "زه فکر کوم هغه څه چې خلک حیرانوي دا دي چې مسلمان امریکایان د اکثرو امریکایانو په څیر دي: هغوی الهام اخیستی او په هماغو دلیلونو سره مرسته کوي چې نور مذهبونه یې په متحده ایالاتو کوي."

سخاوتمندي

په متحده ایالاتو کې شاوخوا ۳.۵ میلونه مسلمانان ژوند کوي چې د هیواد د نفوس شاوخوا ۱.۱ سلنه جوړوي. د صدیقي څیړنې ښیي چې امریکایي مسلمانان د غیر مسلمانانو په پرتله په مذهبي او غیر مذهبي لاملونو کې د مرستې لپاره ډیر لیواله دي. او هغوی د خواړو د ځایی بانکونو او د بې کوره خلکو د سرپناه څخه نیولی تر روغتونونو او پوهنتونونو پورې د لسګونو انګیزو له مخې مرسته کوي.

د امریکا د مسلمانانو د ټولنې یو بنسټ ایښودونکی موهي خواجه وايي چې مسلمانان په مختلفو لارو مرسته کوي.

د روژې په میاشت کې د مسلمانانو سخاوت خپل اوج ته رسیږي. ځکه چې د روزې میاشتې روژه او ذکات د اسلام له پنځو رکنونو څخه دوه رکنه دي. پداسې حال کې چې د ذکات لپاره کوم ځانګړی وخت شتون نلري، مسلمانان په کلکه باور لري چې د روژې میاشت یو ځانګړی دیني ارزښت لري او دا چې خدای د صدقې اجر څو چنده اجر ورکوي.

په نتیجه کې، د نړۍ د نورو ځایونو په څیر په متحده ایالاتو کې هم مسلمانان د روژې په میاشت کې خپل ذکات ورکوي.

د مسلمانانو د بشردوستانه نوښت د بنسټ په وینا، امریکایی مسلمانان هر کال شاوخوا ۱۰۸ میلیارد ډالر ذکات ورکوي، چې اکثر یې د روژې په میاشت کې اهدا او یا یې ژمنه کیږي.

صدیقي وویل: "زموږ څیړنې ښیي چې مسلمانان څومره د روژې میاشت د مرستې او په ځانګړې توګه د ذکات لپاره مهمه ګڼي."

د مسلمانانو څو خیریه ټولنو چې امریکاغږ سره اړیکه نیولې تائید کړه چې دوی د خپل کلني عاید نیمایي برخه د روژې په میاشت کې راټولوي.

په سږنۍ روژه کې چې د مارچ په ۱۱ پیل شو، امریکایي مسلمانانو په غیر معمول ډول په سخاوت سره پیسې ورکړې او د غزې سره د بیړنیو مرستو غوښتنو ته یې ځواب ورکړ.

د متحده ایالاتو اسلامي امداد چې د امریکا د مسلمانانو یوه لویه خیریه موسسه ده وايي د غزې اوسیدونکو ته یې له یو میلیون څخه ډیر یو وخت خواړه چمتو کړي دي.

د امریکا د مسلم ايډ (Muslim Aid USA ) موسسې مشر ازهر عزيز وايي چې تر اوسه يې له يو ميليون ډالرو څخه زياته مرسته کړې ده.

هغه په یوه مرکه کې وویل: "زه پوهیږم چې هر جومات، هر ښوونځی د پیسو د راټولولو هڅه کوي او دوی پیسې راټولوي او مشهور خیریه موسسو لکه د امریکا مسلم ایډ، اسلامک ریلیف او نورو [د غزې سره د مرستو ډلو] ته ورکوي چې له اوږدې مودې راهیسې ورسره همکاري لري."

د شمالي امریکا د اسلامي حلقې د لوږې څخه د مخنیوي مدیر زاهد حسین، وویل، د غزې جګړې ته نړیوال غبرګون په پیل کې د سیمه ایزو غیر انتفاعي ډلو ترمنځ د دوی د بودیجې د کمولو په اړه اندیښنې راپورته کړې، خو ځایی خیریه موسسې له توفان څخه تیرې شوې او د هغو بسپنه ورکوونکو له خوا یې ملاتړ کیږي چې د کورنیو مسلو په اړه اندیښمن دي.

حسین وویل: "خلک په پوره اندازه سخاوتمند وو چې دلته بیړنۍ اړتیا درک کړي."

لومړیتوبونه

د مسلمانانو د بشر دوستانه نوښت د بنسټ څیړنې د امریکایي مسلمانانو د اعانې په اړه حیرانوونکو پایلو ته رسیدلي دي. د دې څېړنې د موندنو له مخې، د امریکايي مسلمانانو لومړنی لومړیتوب د اسلام څخه د کرکې له زیاتیدو سره سره د مدني حقونو له مسایلو څخه ملاتړ نه، بلکې د نړیوالې او کورنۍ بېوزلۍ له منځه وړل دي.

په متحده ایالاتو کې دا هڅې د "ایکنا ریلیف" لخوا ترسره کیږي، چې په امریکا کې د مسلمانانو تر ټولو پخوانۍ خیریه موسسه ده.

دا موسسه په ۴۲ ایالتونو کې په فعالیت سره، ټیټ عاید لرونکو کورنیو لپاره وړیا خواړه او وړیا روغتیایی خدمتونه او نویو راغلو کډوالو ته د بیا میشتیدنې خدمات وړاندې کوي. دا پداسې حال کې دي چې د (Helping Hand USA) په نوم د دغه سازمان یو همکار له غزې سره مرسته کوي.

حسین وویل چې دا موسسه د "ټولنیز دریځ، مذهب، رنګ او مذهب" په پام کې نیولو پرته په ټول هیواد کې کورنیو ته د خوړو وړیا بستې ویشي.

دې ډلې تېر کال په ټول هېواد کې شاوخوا ۷۰۰ زره کسانو ته خوراکي توکي وېشلي وو او د دې ادارې د عملیاتي مسوول عبدالروف خان په وینا، دا موسسه سږ کال له ۸۰۰ څخه تر ۹۰۰ زرو کسانو ته د خدمت کولو موخه لري.

هغه وویل: " د هر راټول شوي ډالر ۱۰۰ په سلو کې دلته لګول کیږي. موږ غواړو چې په امریکا کې اغیزه ولرو، ځکه چې دا هغه ځای دی چې موږ په کې ژوند کوو."

حسین وویل چې سیمه ایزو خیریه موسسو سره د امریکایی مسلمانانو مرستې د کلونو په اوږدو کې د هغوی د لید لورې بدلونه په ډاګه کوي. هغه وویل، کله چې هغه لومړی ځل له هند څخه متحده ایالاتو ته مهاجر شو، فکر یې کاوه چې "په امریکا کې هیڅوک غریب نه دی، نو هغه به خپلې مرستې هند ته استولې."

خو هغه وویل چې د ایکنا ریلیف موسسې لپاره د رضاکارانه کار کولو وروسته، هغه پوه شو چې په دې هیواد کې خلک هم د "ستونزو او لوږې" سره مخ دي.

هغه وویل چې په دې پوهیدل د دې لامل شوي چې اکثر امریکایی مسلمانان د سیمه ایزو ټولنو د پروژو ملاتړ وکړي.

حسین وویل: "البته موږ باید له نورو سره مرسته وکړو، خو لومړی باید دې هیواد ته پاملرنه وکړو. موږ به دلته ښخ شو، نه په خپل هېواد کې. دا زموږ هېواد دی."

د ایکنا ریلیف موسسه یوازینی مسلمانه خیریه موسسه نه ده چې د کورنیو اهدافو ملاتړ کوي. د امریکایي مسلمانانو نړیوالې خیریه موسسې لکه "اسلامیک ریلیف او مسلم ایډ" د خپل عاید یوه کوچنۍ برخه په کورنیو پروګرامونو لګوي، چې له لوږې او بې کورۍ سره له مبارزې نیولې د ژمي د پروګرامونو پورې پروکرامونه په کې شامل دي.

اظهر عزیز وویل چې ځوان امریکايي مسلمانان په ځانګړې توګه د کورنیو اهدافو سره مرستې ته لیواله دي.

هغه زیاته کړه: "موږ په کلکه باور لرو چې دا زموږ اسلامي دنده ده چې په دې ستر ملت کې له خپلو وروڼو او خویندو سره مرسته وکړو چیرته چې موږ د خدای تعالی له رحمتونو او نعمتونو څخه برخمن یوو. بې وزلي شته، اړتیا شته، لوږه شته او موږ غواړو د خپلو ګاونډیانو، خپلو وروڼو او خویندو اړتیاو ته چې زموږ په شاوخوا کې دي پاملرنه وکړو."

د راپور برابرونکی: مسعود فریور

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG