د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ترکیې نه د بې پیلوټه الوتکو ماموریت پیل کړ


د امریکا بې پیلوټه الوتکې د انجرلیک د هوایی ډګر نه پروازونه کوي
د امریکا بې پیلوټه الوتکې د انجرلیک د هوایی ډګر نه پروازونه کوي

د امریکا د دفاع وزرات وایي چې په لومړي ځل یې د ترکیې د خاورې نه د وسله لرونکې بې پیلوټه الوتکې ماموریت ترسره کړی.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند تورن، جیف ډیوس وایي چې بې پیلوټه الوتکو تیره اوونۍ د ترکیې د انجرلیک د هوایي ډګر نه پرواز وکړ " دغو بي پیلوټه الوتکو تر اوسه کوم هوایي برید نکړی خو البته د پرواز پر وخت په وسلو سمبالې وې"

ښاغلی ډیوس وایي، امریکا پلان لري چې د ترکیې د همدې هوایي اډې نه د پیلوټ لرونکو الوتکو پروازونه هم شروع کړي.

د هغه په وینا د ترکیې د هوایي اډې نه دا پروازونه پداسې حال کې شروع کیږي چې امریکا د لومړي ځل لپاره په هغو وسله والو بریدونه کړیدي چې د اسلامي دولت یا داعش د ډلې سره تړلې ندي.

ښاغلی ډیوس وایي دا ډلې ښایي د النصره د جبهې غړي وي چې د القاعده د شبکې پورې اړه لري " د لومړنیو معلوماتو نه معلومیږي چې ښایي د ال نصره غړي به وي، خو مونږ تر اوسه تائید کړې نده. "

د پنټاګان ویاند وایي امریکا د همدې تیرې جمعې په ورځ په هغو وسله والو برید وکړ چې د سوریې د حکومت په هغو یاغیانو یې برید کاوه چې د ایتلافي ځواکونو لخوا د دې لپاره روزل شوي چې د اسلامي دولت د ډلې سره جګړه وکړي.

امریکا همدرانګه وایي دوي پدې باور نلري چې په سوریې کې چې په کومو کسانو دوي برید کړیدي، هغه به د سوریې د جمهور رئیس بشارالاسد د رژیم خلک وي

سپینې ماڼۍ د سوریې رژیم ته خبرداری ورکړیدی چې د هغوي په فالیتونو کې دې مداخله نکوي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنست وویل" اسد تر اوسه د امریکا غوښتنې منلي دي خو دا پدې معنی نده چې هغه د اسلامي دولت د ډلې سره په جګړې کې د امریکا متحد دی. "

XS
SM
MD
LG