د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ پر ایران د بندیزونو د نشتون ارزونه کوي


امریکا غواړي پوه شي چې پر ایران د بندیزونو لېرې کول د متحده ایالاتو د ملي امنیت په گټه دي او که نه
امریکا غواړي پوه شي چې پر ایران د بندیزونو لېرې کول د متحده ایالاتو د ملي امنیت په گټه دي او که نه

امریکايي ولسمشر دونالد ټرمپ چې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اټمي تړون کلک مخالف دی خپل حکومت ته امر کړی چې پر ایران د نړیوالو اقتصادي بندیزونو لیرې کولو ته بیا کتنه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تلرسن د متحده ایالاتو د کانگرس د استازو مجلس رئیس پاول راین ته په یو لیک کې ویلي چې ایران د ٢٠١٥ کال اټومي موافقې ته وفادار پاته دی، خو زیاتوي چې د تروریزم نه د ملاتړ په خاطر د تهران په هکله اندیښنې لاهم پر خپل ځاې دي.

د ایران او لویدیځې نړۍ ترمنځ د اټومي موافقې له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت باید په هرو ٩٠ ورځو کې یو ځل د امریکا کانگرس د ایران د چلند په اړه خبر کړي. دا د جمهور رئیس ټرمپ د ادارې له خوا لومړی ځل دی چې کانگرس ته په دې هکله لیک استول کیږي.

ښاغلي تلرسن کانگرس ته لیکلي دي چې جمهور رئیس ټرمپ د ملي امنیت د شورا پر مشرۍ د اټومي موافقې بیا څیړنه غوښتې چې د بندیزونو لېرې کول د امریکا د ملي امنیت په گټه دي او که نه.

ښاغلي تلرسن د کانگرس رئیس ته په پخپل لیک کې دا نه دي ویلي چې دغه څیړنه به څومره وخت ونیسي، خو وایي چې حکومت به په دې هکله د کانگرس سره په گډ کار وکړي.

د جمهوري ریاست د انتخابي کمپاین پر وخت جمهور رئیس ټرمپ د ایران سره اټومي موافقه "تر ټولو بده معامله" گڼلې وه او دا پوښتې رامنځ ته کړې وې چې ښایي د واکمن کیدو وروسته به ښاغلی ټرمپ دغه موافقه لغوه کړي.

د ایران او د نړۍ د شپږو ځواکمنو غربي هیوادونو ترمنځ د تاریخي موافقې له مخې د تهران د اټومي پروگرام د محدودولو په بدل کې د هغه هیواد پر تیلو او مالي منابعو باندې لگیدلي نړیوال بندیزونه لېرې شول.

ایران وایي هیڅکله هم د اټومي بم د جوړولو لټه نه ده کړې، خو د اټومي چارو کارپوهانو خبرداری ورکړی چې که د امریکا متحده ایالاتو له خوا د اټومي موافقې نه هر ډول سرغړونه کیدای شي ایران دې ته اړ کړي چې د اټومي موافقې ژمنو ته شا کړي.

تیره میاشت د امریکا د دفاع وزیر جمیس ماتیس وویل چې ایران د تروریزم د صادرولو چلند ته دوام ورکوي او لا هم د ملیشه وسله والو د فعالیت ملاتړ کوي.

د امریکا متحده ایالات د اوږدې مودې راهیسې ایران په دې ملامت کړی چې د نړۍ د ترهگرۍ ستر ملاتړی هیواد دی. امریکا وایي تهران د سوریې، عراق او یمن د شخړو ملاتړ کوي او د حزب الله په شان ډلې پالي.

XS
SM
MD
LG