د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا خپلو غیرضروري کارکونکو ته له هایټي څخه د وتلو امر کړی


په هایټي کې د متحده ایالاتو سفارت
په هایټي کې د متحده ایالاتو سفارت

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د متحده ایالاتو غیر ضروري پرسونل او د دولتي کارکونکو کورنیو ته یې امر کړی چې له هایټي ووځي، ځکه چې د کارابین دغه هیواد له ناامنۍ سره مخ دی.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې جولای ۲۷ په ماښام د سفر کولو د تازه سپارښتنې په صادرولو سره، دا خبرداری هم تکرار کړ چې امریکایان باید هایتي ته سفر ونه کړي.

د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې راغلي: "په هایټي کې د متحده ایالاتو اتباع باید د اوسني امنیتي وضعیت او زیربنایی ننګونو په رڼا کې د سوداګریزو یا نورو شخصي ترانسپورتي لارو چارو څخه په استفادې ژر تر ژره له هایټي ووځي."

اعلامیه وایي د متحده ایالاتو د حکومت "وړتیا خورا محدوده ده" ترڅو په هیواد کې له امریکایانو سره مرسته وکړي چې ښایي بیړني مرستې ته اړتیا ولري، او خبرداری ورکوي چې په هغه هیواد کې "تښتونې په پراخه کچه دي" او دا چې د هایتي د روغتیا وزارت "د کولرا ناروغي خپریدل تائید کړي."

د هایټي په پلازمینه پورټ -او- پرنس کې د متحده ایالاتو د سفارت کارکوونکي لا دمخه څخه د سخت امنیتي شرایطو لاندې ژوند کوي، خوندي استوګنځایونوکې محدود شوي او د پلازمینې شاوخوا ګرځیدل یا د عامه ترانسپورت یا ټکسي کارولو څخه منع شوي دي.

په بیان کې دا نه دي ویل شوي چې د هایټي څخه د وتلو دغه امر به په څومره کارکوونکو یا د هغوی د کورنیو په غړو اغیز وکړي.

ورانکاره ډلې د هایتي د پلازمینې شاوخوا ۸۰ سلنه برخې کنټرولوي، او د تاوتریخوالي ډک جرمونه لکه د باج اخیستلو لپاره تښتونې، وسله والې غلاوې او موټر تښتونې د کارابین په دې بې وزله هیواد کې دوام لري.

پداسې حال کې چې د هایتي امنیتي ځواکونه د پیښو پر وړاندې له مقابلې عاجز دي، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت سپلرښتنه خبرداری ورکوي چې "د اپریل له وروستیو راهیسې د احتمالي مجرمینو پروړاندې د ډله ایزو وژنو کچه لوړه شوې ده."

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي لخوا د هایتي د پولیسو د ملاتړ لپاره د څو میلیتي ځواکونو د لیږلو لپاره بیړنۍ غوښتنې ته تر دې دمه پاملرنه نده شوی.

XS
SM
MD
LG