د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان، هند کې د امریکا د ملي امنیت سلاکار د بحث موضوع ده


مک ماسټر د کابل او اسلام اباد ته له سفر وروسته، نوي ډهلي ته تللی.
مک ماسټر د کابل او اسلام اباد ته له سفر وروسته، نوي ډهلي ته تللی.

د هند صدراعظم نرندرا مودي د لومړي ځل لپاره د جمهور رئیس ترمپ د ادارې له پلاوي، د متحده ایالاتو د جمهور رئیس د ملي امنیت سلاکار مک ماسټر سره لیدنه وکړه.

هند په اسیا کې د متحده ایالاتو مهم متحد گڼل کیږي.

د امریکا سفارت وایي دواړه خواوې د دفاعي او ترهګرۍ ضد مبارزې کې د همکاریو په اړه پراخې خبرې وکړې.

مک ماسټر صدرعظم مودي ته ډاډ ورکړ چې په نړیواله کچه د تروریزم ضد جګړه کې هند د امریکا مهم دفاعي همکار دی.

مک ماسټر د خپل هندي سیال اجیت داول سره هم نژدې دوه ساعته اوږدې خبرې وکړې.

د هندي مقاماتو سره پدې خبرو کې په سیمه کې امنیتي وضعیت او د افغانستان په اړه د ټرمپ د حکومت ستراتیژي شامله وه.

نوی ډهلی د امریکا نه غواړي چې په پاکستان فشار زیات کړي څو د طالبانو د حمایت څخه لاس واخلي او د هغوئ پرضد اقدام وکړي.

مک ماسټر د کابل او اسلام اباد ته له سفر وروسته، نوي ډهلي ته تللی.

سیمې ته د مک ماسټر د سفر اصلي هدف دا دی چې سیمه ایزه مشورې ترلاسه کړي.

مک ماسټر د دوشنبې په ورځ د پاکستان د صدراعظم سره هم لیدنه وکړه او د ترهګرۍ په وړاندې يي په هرډګر کې په مبارزې کولو ټینګار وکړ. خو ترڅنګ یي د پاکستان دیموکراتیک او اقتصادي پرمختګونه وستایل.

د پاکستان د اردو ویاند خبریالانو ته وویل چې د پاکستاني مقاماتو او د امریکا د ملي امنیت د مشاور ترمنځ خبرې ډیرې ګټورې وې.

د پاکستان د اردو ویاند جنرال آصف غفور وویل "هغه د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان هڅې تائید کړې، هغه زمونږ د زیار یادونه وکړه او نور هرڅه چې د دواړو خواو ترمنځ مطرح شوي، پدې باره کې وو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي مدیریت د تروریزم په مخنوي کې ډیر مهم دی"

د امریکا د ملي امنیت سلاکار د یکشنبې په ورځ په کابل کې په څرګنده ټکیو کې وویل چې داعش او طالبانو ته باید په افغانستان کې ماتې ورکړل شي.

مک مسټر وویل "فکر کوم طالبانو ته باید هم شکست ورکړل شي او دا ماتول یي په څو لارو ممکن دي. هغه کسان چې یوځای کیدونکي دي او هغه کسان چې غواړي د خپلو افغان ورونو سره یوځای شي او د افغانستان هیواد ته قوت ورکړي او جګړه بس کړي، دوئ به د سیاسي پروسې برخه شي. فکر کوم ستاسو جمهور رئیس او اجرایې رئیس عبدالله به هم ورته هرکلې ووایي"

مک ماسټر په کابل کې پدې خبره ټینګار وکړ چې هیڅوک باید د طالبانو حمایت ونکړي، او هیڅوک باید د هغه وسله والې ډلې ملاتړ ونکړي چې د افغانستان د دولت او ولس خلاف جنګیږي.

مک ماسټر اسلام اباد ته د سفر یوه ورځ مخکې داسی څرګنده کړې وه چې امریکا به د پاکستان په مقابل کې یو جدي دریځ نه خبرې وکړي.

سیمې ته د مک ماسټر دا سفر ځکه له نژدې څارل کیږي چې په سیمه کې د جمهور رئیس ټرمپ د حکومت د راتلونکو اقداماتو نښې پکې څرګندیږي.

XS
SM
MD
LG