د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا له عراق څخه پدې هیواد کې د خپلو سرتیرو د خوندیتوب غوښتنه وکړه


د متحده ایالاتو پوځ سه شنبه اپریل ۲۳ ( غوایي څلور) د عراق د حکومت څخه وغوښتل چې په سوریې او عراق کې د امریکایي ځواکونو خوندیتوب لپاره اقدامات وکړي.

د متحده ایالاتو پوځ دا غوښتنه وروسته تر هغه وکړله چې تیره ورځ ایراني پلوو ملیشو د عراق د خاورې څخه په سوریه کې د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو یوې اډې د بریدونو کولو کوښښ وکړ خو ناکام شول.

د دفاع وزارت ویاند ، تورنجنرال پیټریک رایډر په خبري کنفرانس کې دا ونه ویل چې په منځني ختیځ کې په امریکایي ځواکونو دا بریدونه ولې بیا پیل شوي خو د عراق څخه یې د بندیدو غوښتنه وکړله.

جنرال رایډر زیاته کړه، "دا بریدونه ائتلافي او عراقي ځواکونه د خطر سره مخ کوي. مونږ د عراق له حکومت څخه غواړو چې د دې ډلو د بریدونو په مقابل کې په سوریې او عراق کې د امریکایي ځواکونو د خوندیتوب ډاډ ورکړي او ټول لازم اقدامات وکړي".

دي امریکایي جنرال خبرداری ورکړ که په امریکايي ځواکونو دا بریدونه بند نشي، متحده ایالات به د خپلو سرتیرو دفاع کولو کې زړه نا زړه توب ونکړي.

د روان میلادي کال جنوري میاشتې راهیسې چې په اردن کې د امریکایي ځواکونو په اډې برید وشو او درې امریکایي سرتیري پکې ووژل شو او په بدل کې یې د امریکا پوځ په سوریې او عراق کې د ایراني پلوو ملیشو مرکزونه بمبارد کړل، بیا په منځني ختیځ کې په امریکایي ځواکونو کوم برید نه و شو.

خو د امریکا د دفاع وزارت یو چارواکي د سه شنبې په ورځ وویل چې د عراق په لویدیځ کې په یوه پوځي اډه کې امریکايي ځواکونه په نښه شوي دي.

د څه باندې دوو میاشتو د پاره د ډول بریدونو په ټپه درېدو وروسته، دا په یوه اونۍ کې دوهم ځل دی چې په عراق کې د وسله والو له خوا امریکايي ځواکونه په نښه کیږي.

د عراق امنیتي ځواکونو د روانې اونۍ په پیل کې خبر ورکړ چې د دې هیواد د شمال څخه په سوریه کې د متحده ایالاتو په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو په اډې توغندي وار شوي دي.

د پنټاګون چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط فرانس پرس ته وویل: "پرون د الاسد پر اډې برید شوی دی. د فبرورۍ د څلورمې راوروسته دا دوهم برید دی."

دغه چارواکي د برید د نوعیت په اړه جزیات ورنکړل خو ویې ویل چې له کبله یې مرګ ژوبله نده پېښه شوې. په عراق او سوریې کې په امریکایي ځواکونو د دې بریدونو د کولو ادعا کومې ډلې نده کړې خو تر دې وړاندې دا بریدونه هغو ملیشو کول چې ایران یې تر شا ولاړ دی.

متحده ایالات په عراق کې تقریباً ۲۵۰۰ او په ګاونډي هیواد سوریې کې بیا نږدې ۹۰۰ سرتیري لري چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې په خلاف جګړې کې د ائتلافي ځواکونو مشري کوي او د کردي ملیشو سره په ګډه نه پریږدې چې داعش پدې سیمې کې بیا سر راپورته کاندي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG