د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د جمهوري ریاست کاندیدان پر کومو مسایلو غږیږي


د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ کاندیدانو د دې اونۍ په پای کې له هغو ډلو سره غونډې ترتیب کړي دي چې د خپلو اړونده ګوندونو ملاتړ کوي.

د ډیموکرات ګوند کاندیدان د مینیسوټا په ایالت کې دي چې د ډیموکراټانو د ملي کمیټې د اوړي کلنۍ غونډی ته وینا وکړي او جمهوري غوښتونکو کاندیدان د متحده ایالاتو په سطحه خپل انتخاباتي کمپاینونه خپلو ملاتړو ډلو ته رسوي.

د ډیموکراټ ګوند سیاستوال چې د جمهوري ریاست د نومونې لپاره یې خپله کاندیدي اعلان کړې په مینیسوټا کې دي چې په هغې دوه ورځنۍ غونډۍ کې برخه واخلي چې د جمعې په ورځ پیل شوه.

ددې ګوند د خوښې کاندیده، د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره هیلري کلنټن له لومړې وینا کوونکیو څخه وه.

دې وویل " دا باید هېره نکړو چې د لوی اقتصادي زوړ راهیسې، موږ ته تر ټولو خراب اقتصادي بحران، له جمهوري غوښتونکیوپه میراث را پاتې دی. خو د امریکا د خلکو د زیار او قربانیو او د ولسمشر اوباما د مشرتابه له امله، مونږ بیرته په پښو دریږو."

خو کلنټن له خپلې وینا نه ورسته په یو مطبوعاتي کنفرانس کې یو ځل بیا دې ته اړشوه چې د خپل وزارت په موده کې د رسمي پیغامونو لپاره د خپل شخصي ایمیل د کارولو په اړه ځواب ووايي.

هغې وویل "ما هېڅکله محرم اسناد نه دي لیږلي او نه مې تر لاسه کړي دي. تاسو ګورﺉ چې دا پوښتنې اوس مطرح کیږي، ځکه چې د محرمیت په اړه پوښتنې تل مسلې راپورته کوي."

کلنټن وویل چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت به دا په ډاګه کړي چې هغې کوم غلط کار کړی دی کنه.

د ډیموکراټ ګوند یو بل کاندید لنکن چافي، چې د روډ آیلنډ د ایالت پخوانی والي دی، د اوباما د ادارې لاسته راوړنې وستایلې او ویې ویل چې هغه به د سولې لپاره مبارزه وکړي.

نوموړي وویل "ما د ویټنام وختونه لیدلي دي. زه په رښتیا غواړم چې زمونږ راتلونکي نسلونه نور باید دغه نه ختمېدونکې جګړې تجربه نه کړي."

په عین حال کې جمهوري غوښتونکي د متحده ایالاتو د پوځي او نړیوالې مشرۍ د غښتلې کولو په هکله خبرې کوي.

جمهوري غوښتونکي سناتور مارکو روبیو د جنوبي کرولینا د ایالت د چارلسټن په ښار کې په خپلو خبرو کې د چین له لوري د ورپېښ ګواښ په ختمولو ټینګار کاوه.

ده وویل" که زه وټاکل وشوم، زه به د دفاع وزارت د بودیجې کموالی پای ته ورسوم او د دفاع وزارت بودیجه به تر خپلې مناسبې کچې پورې بیرته خپل عادي حالت ته راولم. دا کار به مونږ ته ددې اجازه راکړي چې هغه ګواښ شنډ کړو چې د چین د زیاتیدونکي ځواکمنتیا او وړتیاو له امله د رامنځته کیدلو په حال کې دی."

همداراز د چارلسټن به ښار کې کې د وسکانسن ایالت والي سکاټ واکر په نړۍ کې د امریکا د مشرتابه د اعاده کولو لپاره د خپل پلان په اړه خبرې وکړې.

XS
SM
MD
LG