د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا ۳۰۰ تازه دمه پوځيان هلمند ته لیږي


په اوس وخت کې په افغانستان کې شاوخوا ۸۴۰۰ امریکایي پوځیان میشت دي
په اوس وخت کې په افغانستان کې شاوخوا ۸۴۰۰ امریکایي پوځیان میشت دي

د امریکا د متحده ایالاتو پوځي چارواکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې په دوو راتلونکو اونیو کې ٣٠٠ تازه دمه سمندري پوځيان د افغانستان نا ارامه ولایت هلمند ته استوي.

په افغانستان کې د ناتو د غوڅ ماموریت یوه ویاند بل سلون، د امریکا غږ ته وویل چې په هلمند کې ددې ٣٠٠ سرتیرو ځای پر ځای کول یو معمولي اقدام دی.

د ښاغلي سلون په وینا دغه امریکایي پوځیان د همدمره شمیر سرتیرو ځای نیسي چې په هلمند کې تر دې دمه افغان امنیتي او دفاعي قواو ته روزنه ورکوي.

په افغانستان کې د امریکایي قواو جګړه ایز ماموریت په ٢٠١۴ کال کې پای ته ورسید او له هغې وروسته امریکایي او ناتو ځواکونه د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته روزنه او مشورې ورکوي.

په اوس وخت کې په افغانستان کې شاوخوا ۸۴۰۰ امریکایي پوځیان میشت دي.

هلمند د افغانستان یو له ناامنو ولایتونو څخه دی چې د طالبانو ډله په همدې ولایت کې ډیرې حملې کوي. د کوکنارو سترې کروندې هم د هلمند په ولایت کې دي چې د هغې د ترلاسه شوي عاید په یوې برخې باندې د وسله والو طالبانو حملې او یاغیگرۍ تمویلیږي.

له دې دمخه په افغانستان کې د امریکایي او ناتو ځواکونو قوماندان جنرال جان نکلسن، ویلي وو چې د افغانستان جگړه په ټپه ولاړه ده او له دې وضیعت نه د وتلو لپاره د څو زرو نورو قواو ځای پر ځای کولو ته اړتیا ده.

د جنرال نکلسن، له غوښتنې وروسته د امریکا د جمهور رئیس د ملي امنیت سلاکار هربرت ریموند مک ماستر، تیره اونۍ افغانستان ته سفر وکړ او د هغه هیواد له مشرانو سره یې د د افغانستان د جنگي وضیعت په هکله خبرې وکړې.

په اوس وخت کې د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس دونالد ټرمپ، حکومت د افغانستان د جنگ په هکله د امریکا د ستراتیژی په څیړلو بوخت دی.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو قوماندان هغه هیواد ته د نورو قواو د استولو غوښتنه کړې، کابل د زیاتو تجهیزات تقاضا کړې ده.

امریکایي څیړونکي وایي چې د امریکا متحده ایالات ښایي دواړه انتخابه عملي کړي چې د فشار له لارې د طالبانو ډله مذاکرې ته اړ کړي.

XS
SM
MD
LG