د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او چین د خوندي پوځي تعاملاتو په موخه له دوه کاله ځنډ وروسته بیا خبرې پیل کړې


تر دې مخکې د امريکا ولسمشر جوبايډن د ۲۰۲۳ کال د نومبر په ۱۵مه نېټه د کاليفورنيا په سانفرانسيسکو کې د اسيا – ارام سمندر د اقتصادي همکاريو د غونډې په څنډه کې د چين له ولسمشر شي جينپينګ سره د پوځي اړيکو د ټينګېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترينګلتيا د کمولو په اړه موافقه وکړه.
تر دې مخکې د امريکا ولسمشر جوبايډن د ۲۰۲۳ کال د نومبر په ۱۵مه نېټه د کاليفورنيا په سانفرانسيسکو کې د اسيا – ارام سمندر د اقتصادي همکاريو د غونډې په څنډه کې د چين له ولسمشر شي جينپينګ سره د پوځي اړيکو د ټينګېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترينګلتيا د کمولو په اړه موافقه وکړه.

د متحده ایالاتو پوځي مقاماتو د جمعې په ورځ، اپریل ۵ (وري ۱۷مه) وویل، چې په تیرو دوو کلونو کې د لومړي ځل لپاره، امریکايي او چینايي مقاماتو د دواړو هېوادونو د وسله والو ځواکونو ترمنځ په تعاملاتو کې د خوندیتوب په اړه خبري اترې وکړې.

د دواړو هېوادونو د پوځیانو ترمنځ د خبرو اترو بیا پیلیدل وروسته له هغه ترسره کیږي، چې د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن او د هغه چینایي سیال شي جینپینګ د تیر کال په نومبر میاشت کې په یوه سرمشریزه کې د پوځي اړیکو د بیا رغونې او د دواړو هیوادونو ترمینځ د ترینګلتیا د کمولو په موخه موافقه وکړه.

ددغه خبرو اترو په اړه د هند او آرام سمندر لپاره د متحده ایالاتو قوماندانۍ په یوې خپره کړی اعلامیې کې ویلي چې، د متحده ایالاتو او چین پوځي استازو روانه اوونۍ، په هاوایی کې د "واشنګټن او بیجینګ پوځي سمندري مشورتي کاري ډلې" د جوړیدو په اړه موافقه وکړه. په اعلامیې کې ویل شوي چې د ۲۰۲۱ م کال په وروستیو کې د مجازی ناستې وروسته دا د دواړو هېوادونو د پوځیانو تر منځ لومړۍ ناسته وه.

په دغه اعلامیه کې د امریکايي پوځي ‌پلاوي مشر، ډګروال ایان فرانسیس، په حواله ویل شوي چې دا موافقه "د دواړو هیوادونو د پوځیانو ترمنځ د هوایي او سمندري عملیاتو د امنیت په اړه د مخامخ خبرو اترو اصلي وسیله ده."

د امریکا د پوځ دغه دګروال ویلي: "د پیښو او تیروتنو د مخنیوي لپاره د چین او په سیمه کې د نورو هېوادونو له پوځيانو سره پرانيستې، مخامخ او څرګندې اړيکې ډیرې مهمې دي. "

د دې اوونۍ خبرې د امریکا او چین د پوځ ترمنځ د هغو خبرو په تعقیب تر سره کیږي، چې په ۱۹۹۸ کال کې د امریکايي او چینايي چارواکو ترمنځ پیل شوې وې.

د متحده ایالاتو د هند او آرام سمندر قوماندانۍ همدارنګه ویلي، چې ددې اوونۍ د ناستو په بهیر کې، امریکايي او چینایي چارواکو "په تیر کال کې د خوندیتوب اړوند پیښو ارزونه وکړه او همداراز یې د سمندري او هوايي چلند پر مسلکي او خوندي عملیاتو بحث او خبرې وکړې.‌"

متحده ایالاتو په وروستیو کلونو کې په پرله پسې ډول داسې پیښې په ګوته کړي چې پکې ویل شوي د چین جنګي الوتکې او کښتۍ د امریکایی او متحدینو الوتکو او کښتیو شاوخوا کې په ناامنه توګه فعالیت کوي.

مخکې له دې چې بایډن له خپل چینايي سیال سره د دواړو هېوادونو د پوځیانو ترمنځ د خبرو اترو د بیا پلیدو په اړه خبرې وکړي، د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن خبرداری ورکړی و، چې ښايي د امریکا او چین ترمنځ پېښې په تېره بیا د چین او واشنګټن ترمنځ د مستقیمې اړیکې د نه شتون په صورت کې له کنټروله بهر شي.

تر دې مخکې د امريکا ولسمشر جوبايډن د ۲۰۲۳ کال د نومبر په ۱۵مه نېټه د کاليفورنيا په سانفرانسيسکو کې د اسيا – ارام سمندر د اقتصادي همکاريو د غونډې په څنډه کې د چين له ولسمشر شي جينپينګ سره د پوځي اړيکو د ټينګېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترينګلتيا د کمولو په اړه موافقه وکړه.

پدې ترڅ کې د امريکا او چين ترمنځ د اړيکو د مسوولانه مديريت په خاطر، ولسمشر جو بايډن او د چين د خلکو د جمهوریت ولسمشر شي جين پينګ د اپريل په دوهمه نېټه له يو بل سره ټليفوني خبرې وکړې.

د واشنګټن او بیجینګ تر منځ اړیکې تل لوړې او ژورې درلودلې دي او تېر کال امریکا د هغه څه په اړه اعتراض وکړ چې واشنګټن پر امریکا د چین د جاسوسي بالون الوتنه بللې وه.

د امريکا او چين د پوځيانو تر منځ د اړيکو له بيا پيل سره سره، د تايوان په اړه د دواړو هېوادونو تر منځ اختلاف لا هم دوام لري.

د چین ولسمشر د نومبر په میاشت کې خپل امریکایی سیال ته وویل چې تایوان ته د وسلو لیږل بند کړي، ځکه د هغه په خبره، د چین له اصلي خاورې سره د ټایون د یوځای کیدو څخه مخنیوی، ګرانه ده.

چین ادعا لري چې دموکراتیک تایوان یې د خاورې برخه ده او هېڅکله یې له خپلې خاورې سره د تایوان د یو ځای کولو لپاره یې د زور او ځواک کارول نه دي رد کړي، خو تایوان د چین د مالکیت ادعا نه مني.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG