د لاس رسي وړ اتصالات

جنوبي اسیا کې د پنځه کلنو څخه د ښکته عمر ماشومانو د مړینې کچه ټیټه شوې ـ یونیسف


یونیسف ویلي چې د اټکل له مخې په جنوبي اسیا کې د پنځه کلنو څخه د ښکته عمر په هرو ۲۹ مشاومانو کې یو یې لا هم د مرګ له ګواښ سره مخ دی چې په کار دي په دې برخه کې نور هم زیات کار ترسره شي.
یونیسف ویلي چې د اټکل له مخې په جنوبي اسیا کې د پنځه کلنو څخه د ښکته عمر په هرو ۲۹ مشاومانو کې یو یې لا هم د مرګ له ګواښ سره مخ دی چې په کار دي په دې برخه کې نور هم زیات کار ترسره شي.

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره "یونیسف" وايي چې په جنوبي اسیا کې د پنځه کلنو څخه د ښکته عمر ماشومانو د مړینې کچه د بل هروخت پرتله کمه شوې ده.

د ماشومانو د مړینې کچې په اړه د یونسیف، روغتیا نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو د وګړو ادارې او نړیوال بانک د ارزونو پر اساس په جنوبي اسیا کې د پنځه کلنو څخه د ښکته عمر ماشومانو د مړینې کچه په تیرو دوو لسیزو کې له دریو څخه دوه برخو ته کمه شوې ده.

په دغه ارزونه کې افغانستان، بنګله دیش، بوتان، هند، ایران، مالدیو، نیپال، پاکستان او سریلانکا هیوادونه شامل دي.

یونیسف د پنجشنبې په ورځ مارچ ۱۴( کب۲۴) په یوه اعلامیه کې ویلي: " د پنځه کلنو څخه د ښکته عمر ماشومانو د مړینې کچه چې په ۱۹۹۰ کال کې پنځه میلیونه وه، په ۲۰۲۲ کال کې ۱.۳ میلیونو ته راټیټه شوې ده. دا راپور همداشان ښيي چې په جنوبي اسیا کې د پنځه کلنو څخه د ښکته عمر د ماشومانو د مړینې کچه یا د پنځه کلنو د پوره کولو دمخه د یو ماشوم د مړینې احتمال چې په ۱۹۹۰ کال کې ۷۲ فیصدو ته او په ۲۰۰۰ کال کې ۶۲ فیصدو ته راټیټ شوی وو."

د جنوبي اسیا لپاره د یونیسف سیمه ییز رئیس سنجي ویج سکارا د پنځه کلنو څخه د ښکته عمر ماشومانو د مړینې د کچې په ټیټیدو کې پرمختګ د روغتیايي خدمتونو په کارکوونکو باندې پانګونه، د نوو زیږیدلو ماشومانو روغتیايي مراقبت، د کوچنیتوب د مهال د ناروغیو درملنه او د وژونکو ناروغیو پر وړاندې ماشومانوته واکسین تطبیق کول ښودلي دي.

ویج سکارا ویلي: " دا پرمختګ مونږ ته دا ښيي چې تغیر ممکن دی، ددغو ژغورلو شویو ماشومانو ژغورنه د ماشومانو د ژغورلو لپاره زمونږ پر ژمنه،د دولتونو په اراده، سیمه ییزو سازمانونو، د روغتیايي خدمتونو د متخصصانو لکه په کارپوه نرسان، میندو او کورنیو باندې ګواهي ورکوي."

ددغو پرمختګونو سره سره یونیسف ویلي چې د اټکل له مخې په جنوبي اسیا کې د پنځه کلنو څخه د ښکته عمر په هرو ۲۹ مشاومانو کې یو یې لا هم د مرګ له ګواښ سره مخ دی چې په کار دي په دې برخه کې نور هم زیات کار ترسره شي.

د یونیسف د وینا پر اساس د پنځه کلنو څخه د ښکته عمر له هرو څلورو ماشومانو د مړینې علت د نارسۍ له امله دی، خو د پنځه کلنو څخه د ښکته عمر اکثره ماشومان د علاج وړ ناروغیو لکه د زیږون پر مهال ستونزې، ذات الریه، نس ناستي او ملاریا په ناروغیو خپل ژوند له لاسه ورکوي.

یونیسف په دغه اعلامیه کې ویلي چې د جنوبي اسیا د هیوادنو ترمنځ په دې برخه کې پرمختګ یو ډول نه دی.

درې هیوادوونه (ایران، سریلانکا او مالدیو) د پنځه کلنو څخه د ښکته عمر ماشومانو د مړینې د کچې په ټیټیدو کې د ۲۰۳۰ کال پایداره انکشاف اهدافو ته رسیدلي دي او څلور نور هیوادونه (هند، بنګله دیش، بوتان اونيپال) دغه هدف ته د رسیدلو په لور روان دي.

یونیسف ویلي: " په پاکستان او افغانستان کې د ۲۰۳۰ کال پایداره انکشاف اهدافو ته د رسیدلو [ د پنځه کلنو څخه د ښکته عمر ماشومانو مړینې] د کچې د ټیټیدو لپاره په چټک ډول اقداماتو ته اړتیا ده".

د ملګرو ملتونو دغې ادارې خبرداری ورکړی چې د ژوند د ژغورلو د بیړنیو اقداماتو پرته اټکل کیږي چې د پنځه کلنو څخه د ښکته عمر اته میلیونه ماشومان تر ۲۰۳۰ کال پورې به په جنوبي اسیا کې خپل ژوند له لاسه ورکړي چې ددغه شمیر نیمايي یې د نوو زیږیدلو ماشومانو به وي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG