د لاس رسي وړ اتصالات

بې اسناده هندي کډوالو امریکا ته د تګ نوې لار غوره کړې


د سیاسي چارو کارپوه شیندر پوروال وايي، چې په کاناډا کې د زده کړې د ویزې د ترلاسه کولو کې اسانتیا ډیر شمېر هندیان جلب کړي دي. (عکس: ارشیف)
د سیاسي چارو کارپوه شیندر پوروال وايي، چې په کاناډا کې د زده کړې د ویزې د ترلاسه کولو کې اسانتیا ډیر شمېر هندیان جلب کړي دي. (عکس: ارشیف)

په وروستیو کلونو کې، متحده ایالاتو ته له هند څخه د راتلونکو بې اسناده کډوالو شمېر په بې ساري ډول زیات شوی چې ډیری یې د مکسیکو له لارې امریکا ته ننوځي. خو د متحده ایالاتو او مکسیکو پر پوله د فشار له زیاتېدو وروسته، دغو کډوالو د امریکا او کاناډا د سرحد لار غوره کړې چې محدوده څارنه یې کیږي.

د متحده ایالاتو د ګمرکونو او سرحد ساتنې ادارې (CBP) د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې، د متحده ایالاتو سرحد ساتونکي له نږدې ۹۷۰۰۰ بې سنده هندي کډوالو سره مخامخ شوي، چې ۳۰ زره یې د کاناډا د سرحد له لارې امریکا ته داخل شوي دي. امریکا ته د داخل شویو بې اسناده هندي کډوالو شمېر په ۲۰۲۱ کال کې یوازې ۲۲۲۵ ښودل شوی و.

د بې اسناده کډوالو دغه بهیر په وروستیو میاشتو کې چټک شوی دی. د اکتوبر او فبروري ترمنځ، نږدې ۱۴۰۰۰ هنديان د کاناډا له پولې متحده ایالاتو ته اوښتي. دوه کاله وړاندې په همدې موده کې دا شمېر یوازې ۶۱۹ و.

د کاناډا د سرحد له لارې امریکا ته د داخلېدونکو کډوالو د شمېر بې ساري زیاتوالي د سرحد پر امنیت ساتونکو او د امریکا په شمالي سیمو فشار زیات کړی دی. د امریکا د ګمرکاتو او سرحدونو د ساتنې د ادارې شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۳ کال کې د کاناډا په پوله کې له شاوخوا ۱۹۰ زره کډوالو سره مخامخ شوي، چې د ۲۰۲۱ کال په پرتله شپږ چنده زیاتوالی ښيي.

د کرونا وبا پای ته رسیدو په نړیوال مهاجرت کې زیاتوالی رامنځته کړی دی. پداسې حال کې چې خلک د مختلفو دلایلو لپاره مهاجرت کوي، کارپوهان وايي، پناه غوښتونکو ته د بایډن د ادارې پرانیستې غېږه امریکا ته د کډوالو د راتګ د زیاتوالي لامل شوی دی.

د مریلنډ په ایالت کې د مهاجرت مدافع وکیل چراغ پټیل وویل: "په ټولیز ډول خلک متحده ایالاتو ته د راتلو په لټه کې دي ځکه چې دوی دلته د پناه غوښتنې د پروسې په اړه اوریدلي دي."

پټېل او نور کارپوهان وايي چې د پناه غوښتونکو د راتګ دغه بهیر به دوام ومومي ځکه چې دوی په نومبر کې د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ د ټاکنو په نتیجه کې د پالیسۍ د بدلون اټکل کوي. هغه وویل: "که په نومبر کې ټرمپ بریالی کیږي، خلک هڅه کوي چې د نومبر او جنوري څخه دمخه دا کار وکړي."

امریکا ته په غیرقانوني ډول د راتلونکو کډوالو ترمنځ د هندیانو د شمېر زیاتوالی بې ساری دی او د کډوالۍ په بهیر کې بدلون په ګوته کوي. هندیان اوس امریکا ته د راتلونکو بې اسنادو کډوالو درېیمه ترټولو لویه ډله جوړوي.

د پیو څېړنیز مرکز د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې په متحده ایالاتو کې شاوخوا ۷۲۵زره بې سنده هنديانو ژوند کاوه چې دا د لویدیځې نیمې کرې د بل هر هېواد په پرتله د هندي کډوالو تر ټولو زیات شمېر دی.

که څه هم ډیر شمېر دې کډوالو د ځورول کېدو له ویرې خپل هېواد پرې ایښی، خو کارپوهان وايي چې هندي پناه غوښتونکي په عمده توګه اقتصادي مهاجرین دي، چې د ښه ژوند په لټه کې یې امریکا ته مخه کړې ده.

ډیری دا کډوال د هند د معیارونو له مخې، نسبتا ښه ژوند لري چې زیاتره یې د پنجاب او ګجرات ایالاتونو څخه راځي، چې دواړه له اقتصادي پلوه پرمختللي دي او اوسېدونکي یې متحده ایالاتو ته د مهاجرت اوږد تاریخ لري.

د جان هاپکنز په پوهنتون کې د اسیا د پروګرامونو مشر دیوش کپور وویل: "یوه تېروتنه چې موږ یې کوو دا فکر دی چې یوازې بې وزلي خلک مهاجرت کوي... په جنوبي اسیا کې بې وزلي خلک د الوتکې د ټکټ د پیرلو توان نلري."

متحده ایالاتو ته د کډوالۍ لګښت کیدای شي تر ۵۰ زرو ډالرو ورسیږي. کپور وايي، د پنجاب یو عادي بزګر هم ددې لګښت توان لري ځکه چې په دې حاصل خیزه ایالت کې د یو جریب ځمکې قیمت ۵۰ زره ډالر دی.

کارپوهان وايي، په داسې حال کې چې هندي مهاجر اکثره د مکسیکو له لارې امریکا ته داخلیږي، خو یو شمېر یې د کاناډا پوله ګړندی او خوندي انتخاب بولي.

د سیاسي چارو کارپوه شیندر پوروال وايي، چې په کاناډا کې د زده کړې د ویزې د ترلاسه کولو کې اسانتیا ډیر شمېر هندیان جلب کړي دي.

پورووال وویل، "د پاکستان د ویزې په پرتله د کاناډا ویزه په ډيرې اسانۍ ترلاسه کیږي" او هغه شمېر هندیان چې په کاناډا کې نه قبول کیږي، امریکا ته مخه کوي، چیرې چې کاري فرصتونه زیات دي.

د کاناډا د کډوالۍ ادارې او په واشنګټن کې د هند سفارت په دې اړه د نظر څرګندولو غوښتنې ته ځواب ورنکړ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG