د لاس رسي وړ اتصالات

سټیفن دې مستورا د سوریې د تجزیه کیدو خبرداری ورکړ


نوی خبر وایي یاغیانو په دمشق کې د روسیې پر سفارت باندی دوه راکتي بریدونه کړي دي. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرگې لاوروف، دا برید د هغه تررستي عمل په توگه غندلی چې وایي هدف یې د داعش په وړاندې د مبارزې د ملاتړ کونکو بیرول و.

دا بریدونه پداسې حال کې شوي چې د سوریې دپاره د ملگرو ملتونو خاص استازی، ستیفان ديمستوره وایي، د متحده ایالاتو او روسېې دپاره دا بیړنۍ او ضروري ده چې په سوریې کې د جگړې د لا شدت د مخنیوي دپاره، چې د هغه هیواد د تجزیې خطر زیاتوي، یو گډ تفاهم ته ورسیږي.

هغه د یوه ټول شموله سیاسي بهیر ضرورت ته داسې اشاره وکړه، او ویی ویل چې پداسې حال کې چې دا رښتیا ده او پدې اړه کومه پوښتنه هم نه ولاړیږي چې د ملگرو ملتونو د امنیت په شورا کې د تررستي ډلو او ادارو سره مبارزه اولویت لري، دا هم رښتیا ده چې بری، او بیا یی هم تکراروم چې، پر تررستانو باندی بری یوازی د ټول شموله، موازي او د بدلون وړ سیاسي بهیر په ترڅ کې امکان درلودلای شي.»

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازی سټیفن ډې مسټورا وایي " که اوسنی وضعیت نور هم خراب شي او یا په همدې حال کې پاتې شي چې اوس دی، ډیر امکان شته چې دغه هیواد به د څو ډلو تر منځ وویشل شي."

سټیفن ډې مسټورا وایي د سوریې تجزیه " هغه ناوړه سناریو ده چې ښایي هیڅوک یې طرفدراه نه وي." ښاغلی مسټورا زیاتويسره لدې چې د نړۍ ستر قدرتونه او د سوریې په جګړې کې ښکیلې ډلې د سوریې تجزیه کیدل نه غواړي خو زیاتوي چې همدا اوس سوریه تجزیه شویده.

" په سوریې کې وضعیت ښایي هغه شان خراب شي لکه یو وخت چې په افغانستان، لیبیا او سومالیې کې و. بیا به وضعیت د کنترول نه وي نو په همدې خاطر پکار ده هر څومره ژر چې امکان ولري سیاسي پروسه دې شروع شي. "

سټیفن ډې مسټورا همدرانګه وایي چې د سوریې په جګړې کې د روسیې ورګډیدل وضعیت نور هم خطرناک کړیدی او وایي هر څومره چې دا مسله نظامي کیږي، هماغومره خطرناکه کیږي او حتی د امریکا او روسیې تر منځ د ستونزو د پیدا کیدو سبب هم کیږي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د سوریې د حکومتي ځواکونو نه هم وغوښتل چې د بیلري بمونو نه دې کار نه اخلي ځکه چې پدې بمونو کې په زرګونه بې ګناه خلک وژل کیږي.

پداسې حال کې چې د سوریی پوځ د روسیی په ملاتړ یو څه پرمختگ ته دوام ورکوي، امریکایي ځواکونو سوریایي یاغیانو سره د مرستې په ترڅ کې له هوا څخه پنځوس ټنه سپکې وسلې او ځینی نور مهمات اچولي دي. دا مرستې دوه اونۍ وروسته له هغې رسول کیږی چې روسیه د بشارالاسد په ملاتړ په جنگ کې ور گډه شوې ده.

د پوځی چارواکو په قول د وسلو اچول د یکشنبې په روځ د (سي اولس ډوله کارگو الوتکو) په ذریعی د سوریې په شمال کې وشوی چې په سیمه کې د متحده ایالاتو د هغې ستراتیژۍ د بیا پلي کولو یوه برخه گڼل کیږي چې تیره اونۍ په سوریی کې د هغو یاغیانو د ملاتړ په موخه اعلانپه وړاندی جنگیږی.

د متحده ایالاتو پوځ سوریایي یاغیانو ته ددې وسلو د ورکولو خبره تایید وي خو دا چې څه ډول وسلې یې ورکړي او کومو ډلو ته یې رسولي؟ پدی اړه یی نور جزییات ندې ورکړي.

په همدې ترڅ کې د عفوی نړیوال سازمان نن د یوی اعلامیی په خپرولو ویلي چې د سوریی په شمال کې د متحده ایالاتو په ملاتړ کردي جنگیالی ښایی له سیمې څخه د خلکو په ایستلو او د کورونو په نړولو جنگی جرمونه کړي دي. پدې رپوټ کې د کلکو تورونو په ترڅ کې د سیمه اییزو اوسیدونکو له خولې ویل شوی چې کردي ځواکونو خلکو ته گواښونه کول چې که د خپلو کورونو څخه ونه وځي نو د امریکایی الوتکو په بمباریو کې به له منځه یوړل شي.

د عفوې نړیوال سازمان کارکونکو وایی دوی خپل رپوټ په تیر جولای او آگست میاشتو کې د جنگ ځپلو سیمو له ځایي اوسیدونکو سره د خبرو او د ستلایت عکسونو تر څیړلو وروسته بشپړ کړې دی.

XS
SM
MD
LG