د لاس رسي وړ اتصالات

د تورخم او چمن پر لارو تر اوسه ۳۶۰۰ مسافر افغانستان ته راوښتي


پاکستان درې اونۍ مخکې د تورخم او سپین‌بولدک - چمن دروازې په یو اړخیزه توګه وتړلې
پاکستان درې اونۍ مخکې د تورخم او سپین‌بولدک - چمن دروازې په یو اړخیزه توګه وتړلې

افغان چارواکي وايي، د تورخم او سپین‌بولدک – چمن دروازې له نن سهار راهیسې د افغان او پاکستانیو مسافرینو پر مخ پرانیستل شوې دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي امریکا غږ ته وویل، د تورخم دروازه نن سهار اوه بجې د هغو کسانو پر مخ پرانیستل شوه، چې قانوني اسناد لري او د دغې دروازې په دواړو خواؤ کې د لارې د پرانیستو په تمه ؤ.

د پاکستان حکومت تیره ورځ د یوبیان په خپرولو سره وویل، چې د تورخم او سپین‌بولدک – چمن دروازې به د دؤ ورځو لپاره (سې‌شنبه او چهارشنبه) د هغو مسافرو پر مخ پرانیزي، چې قانوني اسناد لري.

د ننګرهار د والي ویاند پر وینا، تر اوسه د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې درې‌ زره پاسپورټ لرونکي افغانان، چې د لارې د پرانیستو په انتظار ؤ، افغانستان ته راوښتي دي.

د خوګیاڼي پر وینا د افغانستان له اړخه هم یوازې هغو پاکستاني اتباعو ته د تلو اجازه ورکول کیږي، چې پاسپورټونه لري.

خو د والي ویاند وویل، لا هم د تورخم دروازې دواړو خواؤ ته زیات شمیر موټر ولاړ دي او د تګ اجازه ورته نه ده ورکړل شوې.

خوګیاڼي زیاته کړه، چې د اوږدې مودې لپاره د تورخم د لارې د پرانیستلو پر سر د دواړو هیوادونو ترمنځ ډیپلوماټیکي خبرې روانې دي.

دغه راز په کندهار ولایت کې امنیتي چارواکي وايي، چې د سپين‌بولدک – چمن دروازه هم له نن سهار راهيسې په موقتي ډول پرانیستل شوې او تر اوسه څه باندې ۶۰۰ افغان مسافر خپل هیواد ته راوښتي دي.

د سپين‌بولدک د سرحدي پوليسو کميسار سمونوال محمد علي داوري امريکا غږ ته وويل، چي د مسافرينو د راتگ لړۍ لاهم دوام لري.

هغه وویل "تر اوسه هغه بند پاتې مسافر، چې چمن او بولدک ته په نږدې نورو سيمو کې وو تر ۶ سوه زيات يې خپل وطن ته راغلي پدې کې هم هغه کسان شامل دي چي پاسپورټونه يې لرل او هم هغه کسان چې پاسپورټونه يې نه لرل."

ښاغلی داوري وايي چې پاکستاني لوري له دوی سره په رسمي ډول هيڅ اړيکه نه ده نيولې او د بند پاتې شویو مسافرو د راتگ لپاره يې دروازه پرانيستې ده.

افغان سرحدي چارواکي وايي چې لاهم هغو افغانانو ته د تګ اجازه نشته چي پاکستان ته د تګ قانوني اسناد په لاس کې لري او په سپين‌بولدک کې ایسار دي.

د تورخم او سپین‌بولدک – چمن دروازې وروسته له هغې د پاکستان له خوا په یو اړخیزه توګه د هر ډول تګ راتګ پرمخ وتړل شوې، چې شاوخوا درې اونۍ مخکې د هغه هیواد په سند ایالت کې پر یو زیارت باندې خونړی برید وشو.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG