د لاس رسي وړ اتصالات

د ملي یوالي حکومت او د طالبانو تبلیغات


د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې مشر وايي چې طالبان د رسنیو او په خاص ډول د ټولنیزو شبکو له لارې ځان ته اغیزناک تبلیغات کوي.
د ازادو رسنیو د ملاتړ ټولنې مشر وايي چې طالبان د رسنیو او په خاص ډول د ټولنیزو شبکو له لارې ځان ته اغیزناک تبلیغات کوي.

د ځینو کارپوهانو په باور د ملي یوالي په حکومت کې د ننه د ځینو سیاسي ستونزو له کبله، د طالبانو پروپاکند او تبلیغاتو زور اخیستی دی، چې د ډېرو په باور عامه ذهنیتونو باندې یې هم منفي اغیزې کړي دي.

د ازادو رسنیو د ملاتړ نۍ د ټولنې مشر مجیب خلوتګر وايي چې طالبان د رسنیو او په خاص ډول د ټولنیزو شبکو له لارې ځان ته اغیزناک تبلیغات کوي.

طالبانو په خپل وخت کې په افغانستان کې پر ټولو تصویري رسنیو بندیز لګولی و، خو اوس پر فیسبوک، ټویټر او نورو شبکو کې ډېر فعاله دي ان د خپلو بریدونو لنډ فلمونه هم پر انټرنټ خپروي.

ډېر په دې اند دي چې طالبان له دې لارې یوازې دا نه چې د حکومت په اړه د عادي افغانانو ذهنیت ګډوډوي، بلکې خپلو لیکو ته د ځوانانو د جلب او جذب لپاره هم کار اخلي.

د افغان ولسمشر ویاند اجمل عبید عابدي بېا وايي چې په تېرو څو میاشتو کې له دې پلوه طالبان ډېر کمزوري شوي دي او هغه څه چې دغه ډله یې خپروي، د ویاند په وینا غیرمسولانه او له حقیقت او دقت نه لېرې دي.

خو ښاغلی عابدي مني چې د طالبانو تبلیغات افغان حکومت ته هم څه نا څه سیاسي سرخوږی جوړولی شي.

یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې، د ملي یوالي په حکومت کې د دوو مشرانو موجودیت او په ځینو برخو کې د دوی د مطبوعاتي ډلې ترمنځ نه همغږي، خلکو ته د معلوماتو په رسولو کې یو لړ ستونزې پېدا کړي دي.

ښاغلی خلوتګر وايي، په یو شمېر مسایلو کې د حکومت د ویاندویانو متفاوت نظرونو او همدغه راز پر ولایتي ویاندویانو د نه خبرو کولو یو لړ محدودیتونو، د ارګ د ویاندویانو د فعالیتونو رنګ پيکه کړی دی.

حکومت په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې، د ولایتونو د امنیې قومندانیو ویاندویان نشي کولی له مطبوعاتو سره خبرې وکړي او دا چې د امنیتي مسایلو په اړه به یوازې د کورنیو چارو وزرات مطبوعاتي ډله خبرې کوي. خو دغه کار، د مطبوعاتو د ملاتړ ټولنو له لورې وغندل شو.

په همدې حال کې، د افغانستان د اجرایي ریس ویاند مجیب الرحمن رحیمي وايي چې د ولسمشر له مطبوعاتي دفتر سره د کار ښه همغږي لري.

ښاغلی رحیمي وايي د رسنیو د قانون له مخې، حکومت د ویاندویانو کارونه محدود کړي نه دي، بلکې په خبره یې غواړي د ویاندویانو ترمنځ لا ښه همغږي پېدا شي.

دواړه ویاندویان په دې باور دي چې، د ځانمرګو بریدونو، وژنو او چاودنو د مسولیتونو په منلو سره، طالبان نشي کولي چې په تبلیغاتي ډګر کې برلاس شي، بلکې دا کار په خلکو کې د طالبانو پر ضد افکار نور هم غښتلي کوي.

XS
SM
MD
LG