د لاس رسي وړ اتصالات

د ملا عمر ورور د ملامنصور مشري نه مني


راپورونه وايي چې د ملاعمر زوی، ملا محمد یعقوب، هم د ملامنصور پر ټاکنې خوښ نه دی.
راپورونه وايي چې د ملاعمر زوی، ملا محمد یعقوب، هم د ملامنصور پر ټاکنې خوښ نه دی.

د ملا عمر ورور، ملا عبدالمنان، اسوشیتد پرس اژانس ته وویل چې، ملا اختر محمد منصور د خپلو پلویانو د یوې ځانګړې او وړې ډلې له لورې ټاکل شوی دی.

له دې وړاندې طالبانو په خپلې رسمي وبپاڼۍ کې د ملاعمر د کورنۍ په حال یو بیان خپور کړی و چې پکښې د ملا منصور د ټاکنې مخالفت نه و شوی.

داسې ګنګوسې هم شته چې ګواکي د ملاعمر ۲۶ کلن زوی، ملا محمد یعقوب، هم د ملامنصور پر ټاکنې راضي ندی.

د راپورونو له مخې ملاعبدالمنان او ملایعقوب د طالبانو د مشر د ټاکلو لپاره د یوې شورا د رابللو وړاندیز کړی.

ملامنان ویلي "زه له خپل وراره سره دریږم. باید یوه لویه شورا وي چې هر څوک په کې د خپلې خوښې د مشر د ټاکلو چانس ولري. زه د ملا منصور انتخاب کېدل نه منم، ځکه چې یو څو کسانو هغه ټاکلی دی"

طالبانو د پنجشنبې په ورځ ملا منصور د ملا عمر ځای ناستی اعلان کړ او هغه غږیز پیغام یې هم رسنیو ته واستوه چې ملا منصور په کې د طالبانو د یوالي او یو موټي توپ غوښتنه کړې ده.

طالبانو دغه اعلامیه له هغې وروسته خپره کړه چې افغان چارواکو وویل ملا عمر د ۲۰۱۳ کال د اپریل په میاشت کې مړ شوی او طالب چارواکو هم د هغه مړینه تایید کړه.

طالبانو په یوې بلې جلا اعلامیې کې بیا هغه راپورنه په کلکه رد کړل چې ګنې د دغې ډلې یو بل مشر جلال الدین حقاني هم مړی شوی دی.

طالبانو په خپلې ویپاڼې کې حقاني ته منسوبه اعلامیه خپره کړه چې هغه په کې ویلي"زما د اسلامي امارت ټولو غړو ته دا سپارښتنه ده چې خپل اتفاق او نظم وساتي. "

حقاني، د حقاني د ترهګرې ډلې مشر دی. دغه ډله د پاکستان په قبایلي سیمې کې فعالیت لري او په افغانستان کې یې پر افغان او نړیوالو ځواکونو خونړي بریدونه کړيدي.

د طالبانو په خپرې شوې اعلامیې کې دا هم ویل شوي چې د حقاني زوی د ملا منصور مرستیال ټاکل شوی دی.

اسوشیتد پرس لیکلي، که ملا منصور د طالب جنګیالیو او خپلو سیمه اییزو قومندانانو د ملاتړ په خپلولو کې پاتې راشي، د دغه کار ګټه به تر ډېره د اسلامي دولت یا داعش ډلې ته ورسیږي.

داعش چې په عراق او سوریې کې ډېرې سیمې نیولي دي، په افغانستان کې یې هم څه ناڅه ځان ته د ناستې ځای پېدا کړی او یو شمېر طالب جنګیالي هم ورسره یو ځای شوي دي.

که له یوې خوا طالب استازي له افغان حکومت سره د سولې خبرې کوي، له بلې خوا اورپکو په افغانستان کې د ننه خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی، په تېره بیا کله چې تېر کال په دغه هېواد کې د نړیوالو ځواکونو جنګي ماموریت ختم شو.

XS
SM
MD
LG