د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان په تورې بوړې کې له حکومت سره همکاري کوي؟


د افغانستان د دفاع وزارت وايې چې افغان پوځیانو طالب او داعش جنګیالي دواړه په شاه تمبولي دي.
د افغانستان د دفاع وزارت وايې چې افغان پوځیانو طالب او داعش جنګیالي دواړه په شاه تمبولي دي.

د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې یوه حکومتي مقام ویلي چې طالبان به په تورې بوړې کې د داعش جنګیالیو پر ضد د روانو عملیاتو په لړ کې پر حکومتي پوځیانو برید نه کوي.

سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته ویلي دي چې حکومت د ولسونو په منځګړتوب له طالبانو سره موافقه کړې چې طالب وسله دې پر افغان قواوو ډزې نه کوي.

تیره اونۍ د ننګرهار سیمه‌ ییزو چارواکو خبر ورکړی و چې داعش وسله ‌والو د دغه ولایت د پچیراګام ولسوالۍ د تورې بوړې ستراتېژيکه سیمه ترخپلې ولکې لاندې راوستې ده.

سرچینې د حکومت او طالبانو د تازه موافقې د جزئیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

په اچین ولسوالۍ کې د طالبانو یوه قوماندان ویلي چې دوي له حکومت سره د کړې موافقې له امله خوښ نه دي.

طالبانو ویره ښودلې چې حکومتي ځواکونه ممکن د تورې بوړې تر تصیفې وروسته په سیمه کې ځايي طالبان وځپي.

د ننګرهار د ولایتي شورا منشي، ذبیح الله زمري له امریکا غږ سره په خبرو کې له حکومت سره د طالبانو مرسته ونه منله او طالبان یې د نظام دښمنان وبلل.

زمري ادعا وکړه چې توره بوړه د طالبانو په ولکه کې وه او په وینا یې دغې ډلې یاده سیمه داعش جنګیالیو ته سپارلې ده.

د دفاع وزارت احصائیې ښیې چې په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې د فعالیتونو له پیل راهیسې، د افغان ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې د دغې ډلې د مهمو مشرانو او قوماندانانو په ګډون ۲۵۰۰ تنه داعش جنګیالي وژل شوي او ۸۰۰ نور یې ټپیان شوي دي.

د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر، طارق شاه بهرامي وایې چې افغان پوځیان تورې بوړې ته رسیدلي دي.

د دفاع وزارت د مقاماتو په وینا افغان پوځیانو طالب او داعش جنګیالي دواړه په شاه تمبولي دي.

XS
SM
MD
LG