د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو په غزني کې د نجونو یو ښوونځی په بمونو الوزولی


په غزني کې ټول ۶۳۸ ښوونځي شته چې ۳۲ یې د ناامنیو له امله تړلي دي.
په غزني کې ټول ۶۳۸ ښوونځي شته چې ۳۲ یې د ناامنیو له امله تړلي دي.

د غزني ولایتي چارواکي وايی، د افغان حکومت وسله والو مخالفانو تېره شپه یوه بجه د غزني ولایت مرکز د قره باغې په سیمه کې د البیروني د نجونو ښوونځی په بمونو الوزولی دی.

د غزني ولایت د پولیسو د قوماندانۍ ویاند فهیم امرخېل امریکا غږ ته پیښه تائید کړ او ادعا یې وکړه چې پر ښوونځي باندې برید وسله والو طالبانو کړی دی.

ښاغلي فهیم وویل " تېره شپه وسله والو طالبانو چې مونږ دا ګڼو پاکستاني طالبان دي،د قره باغې په سیمه کې د البیروني د نجونو ښوونځی په بمونو الوزولی دی ".

چارواکي وایي، په دې برید کې چا ته د سر زیان نه دی رسېدلی، خو د ښوونځي د ودانۍ کړکۍ او دروازې له منځه تللي دي.

د غزني د پوهنې رئیس محمد عابد عابد د دغې چاودنې په اړه امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دا ښوونځی په یو کرایي کور کې جوړ شوی و، چې په دې برید کې زیات زیان ورته رسېدلی دی.

تراوسه هیڅ کومې ډلې د دغه برید مسئولیت نه دی اخیستی.

تر دې پیښې وړاندې تېره اونۍ هم وسله والو مخلفانو په غزني کې د نجونود دیني زده کړو دېرش مدرسې تړلې وې.

د غزني په ولایت کې د انجونو اوهلکانو ټول ۶۳۸ ښوونځي شته چې یوازې ۳۲ یې د دغه ولایت د ناوې په ولسوالۍ کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې ده ټړلي دي.

XS
SM
MD
LG