د لاس رسي وړ اتصالات

پر سنګین د طالبانو له برید وروسته عبدالله هلمند ته ولاړ


د دوشنبې سهار وختي سلگونو وسله‌والو طالبانو د سنگين ولسوالۍ پر مرکز بريد وکړ، چې له امله یې دواړو خواو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د دوشنبې سهار وختي سلگونو وسله‌والو طالبانو د سنگين ولسوالۍ پر مرکز بريد وکړ، چې له امله یې دواړو خواو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

د افغانستان اجرائیه رئیس د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د هلمند ولایت د امنیتي وضعیت د ارزولو لپاره دغه ولایت ته تللی دی.

په هلمند کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو قومندان تورنجنرال ولي محمد احمدزي امريکاغږ اشنا راديو ته وويل، له اجرائیه رئيس سره د دفاع وزیر عبدالله حبیبي، د ملي امنیت ریاست مرستیال ادیب فهیم او نور امنیتي چارواکي هم ملګرتیا کوي.

د اجرائيه رئيس په مشرۍ دغه پلاوی په داسې حال کې هلمند ولایت ته تللی، چې تیره ورځ وسله‌والو طالبانو د دغه ولایت پر سنګین ولسوالۍ برید وکړ.

په هلمند کې امنيتي چارواکې وايي چې د سنگين ولسوالۍ د نیولولپاره يې د وسله والو طالبانو بريد له ناکامی سره مخ کړی او طالب وسله والو ته یې د تیرې ورځې په جګړو کې درنه مرگ ژوبله اړولې ده.

د دوشنبې سهار وختي سلگونو وسله والو طالبانو د سنگين ولسوالۍ پر مرکز پراخه بريد وکړل چې له امله یې دواړو خواو ته مرګ ژوبله اوړیدلې ده.

دا جگړه تر ما ښام ناوخته پورې روانه وه .

په هلمند کې د ۲۱۵ ميوند قول اوردو قومندان تورنجنرال ولي محمد احمدزي امريکاغږ اشنا راديو ته وويل چې د نړيوالو ځواکونو په هوايي بريدونو کې تر ۶۰ زيات وسله وال بريد کونکي چې کورني او بهرني وسله وال پکښې شامل دي وژل شوي دي.

خو جنرال احمدزي په دغو نښتو کې د افغان ځواکونو د وژل کيدو په اړه یې معلومات ورنه کړل.

جنرال احمدزي وویل "وسله والو د ملکي خلکو له خالي کورونو څخه بيا د ولسوالۍ تر کمر بند پورې امنيتي پوستو ته ځمکنې لاندې تونلونه ايستلي وو او ۱۴ چاودنې يې له دې لارې کړي وې، د سنگين ولسوالۍ د سقوط څخه ژغورل شوې او د تيرې شپې تر ناوخته افغان ځانگړو ځواکونو په سيمه کې تصفيوي عمليات کړي ، د وسله والو بريد کونکو د تونل کيندلو ماشينري يې لمنځه وړې او د وژل شويو وسله والو ټول جسدونه اوس هم په سيمه کې پراته دي ".

د ۲۱۵ ميوند قول اوردو قومندان تائید کړه چې ټاکل شوې په هلمند کې تر پرونۍ سختې جگړې وروسته نن به دې ولايت ته د افغانستان د دفاع د وزير په گډون يو لوړپوړی حکومتي پلاوی د امنيتي حالت د ارزولو لپاره سفر وکړي.

وسله والو طالبانو د سنگين د جگړې په اړه ويلي چې د دوشنبې د ورځې په جګړو کې يې تر ۲۵ زياتې امنیتي پوستې نیولي او افغان امنیتي ځواکونو ته يې درنه مرگ ژوبله اړولې ده .

د هلمند له تازه نا امنيو څخه څلور مياشتي تيريږي، په دغه موده کې وسله والو طالبانود لښکرگاه ښار د نیولو لپاره دوه ستر بريدونه ترسره کړي دي.

د بلې خوا افغان ولسمشر محمد اشرف غني تیرماښام د ویډیو کنفرانس له لارې په ارګ کې د توحید ملي مرکز څخه د هلمند ولایت ملکي او نظامي مسوولانو سره خبرې کړي دي.

په دغه ویډیويي کنفرانس کې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله او د افغان حکومت یو شمېر نورو لوړ پوړوچارواکو ګډون درلود، د هلمند والي، د ۲۱۵میوند قول اردو قوماندان، امنیه قوماندان، د ملي امنیت رئیس او عبدالجبار قهرمان د هلمند د عمومي امنیتي او ملکي وضعیت، په ځانګړي ډول د مارجې او سنګین ولسوالیو په اړه معلومات ورکړل.

ولسمشرغني د راپور له اورېدو وروسته وویل چې د هلمند ستونزو ته د رسېدنې په موخه په پام کې ده، د سه شنبې په ورځ دغه ولایت ته یو لوړ پوړی دولتي پلاوی سفر وکړي، تر څو موضوعات له نږدې و ارزوي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG