د لاس رسي وړ اتصالات

کندز کې ۱۰ طالبان او پنځه افغان سرتیري وژل شوي ـ چارواکي


د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې ۱۰ تنه طالبان او ۵ افغان سرتیري په جګړه کې وژل شوي دي.

تېره شپه وسله والو طالبانو د کندز د امام صاحب ولسوالۍ د بالاحصار په تپه چې امنیتي ځواکونه په کې ځای پر ځای شوي دي حمله وکړه.

د کندز د والي ویاند عصمت الله مرادي وايي چې وسله والو طالبانو د شپې یوه بجه حمله کړې وه او د سهار تر درې بجو پورې یې دوام درلوده.

مرادي وايي چې جګړې ته کومکي ځواکونه رسیدلي وو او د طالبانو حمله یې په شا تنبولې ده، نوموړی وايي چې طالبانو هڅه کوله په دغه امنیتي پوسته کې د لرې فاصلې ویشتونکی DC توپ له ځان سره یوسي، خو په دې کار نه دي توانیدلي.

هغه وايي چې په جګړه کې ۱۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او د هغوي وسلې او نور تجهیزات افغان ځواکونو ته په لاس ورغلي.

مرادي په دغه جګړه کې د پنځه افغان سرتېرو د وژل کیدو او دوه نورو د ټپي کیدو خبر تاییدوي او زیاتوي چې پنځه تنه نور سرتیري د جګړې پر وخت له سیمې وتلي وو خو اوس بیرته راستانه شوي دي.

د کندز امام صاحب یو تن اوسیدونکی وايي چې د بالاحصار امنیتي پوستې ته طالبان ننوتي وو، خو د امام صاحب ولسوال محبوب الله سعیدي د خلکو دغه ادعا ردوي.

د امام صاحب د بالاحصار امنیتي قرارګاه د دغې ولسوالۍ مهم نظامي مرکز دی چې د لرې فاصلې ویشتونکی DC توپ له همدغه ځایه په هغو سیمو ویشتل کیږي چې طالبان په کې فعالیت کوي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه تبصره نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG