د لاس رسي وړ اتصالات

جم میټس وایي په افغانستان کې به خپلو عسکرو ته زیات صلاحیت ورکړي


جم میټس
جم میټس

د امریکا د دفاع وزارت د چارشنبې په ورځ (جون ١۴) په افغانستان کې د عسکرو د شمیر په هکله یوه اعلامیه خپره کړیده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ (جون ١٣) د امریکا د دفاع وزیر ته واک ورکړ چې په افغانستان کې د عسکرو د شمیر په هکله فیصله وکړي.

په دغه اعلامیې کې لیکل شوې چې دا به زمونږ د قواوو د عملیاتو توان نور هم زیات کړي او هلته په افغانستان کې د امریکا د عسکرو موجودیت ته اهمیت ورکول د سیمې په هکله زمونږ تعهد څرگندوي.

دغه اعلامیه وایي چې د امریکا او د ائتلاف د قواوو د زړوړتیا او قابلیت په سبب د ٢٠٠١ کال د ستمبر د یولسمې نیټې د حملې نه وروسته دغه ډول وحشتناکه حمله بیا ونشوه.

د امریکا د دفاع د وزارت دغه اعلامیه زیاتوې چې اوس هم خطر موجود دی او زمونږ تعهد ته ضرورت لري چې هغو ترهگرو ډلو ته ماتې ورکړو چې امریکا، نورو ملکونو او د افغانستان خلکو ته خطر پېښوي.

د مثال په توگه د اسلامي دولت ډلې په افغانستان کې فعالیتونه شروع کړیدي او القاعده او نورې ترهگرې ډلې تراوسه په افغانستان کې شته دي او طالبان د افغانستان په دیموکراتیکه توگه منتخب شوې حکومت ته گواښ پېښوي.

اعلامیه وایي چې د امریکا حکومت به هغه غلطي نه تکراروي چې پخوا یې کړیدي او مونږ د دی اجازه نه شو ورکولې چې د افغانستان خاوره یو ځلې بیا زمونږ په ملک د حملې لپاره وکارول شي.

مونږ د دغو ډلو په ماتولو کې تر یو حده بریالې شوی یو، خو زمونږ عسکر به هغه وخت دوې ته سخته ماتې ورکړي چې هغوي ته پوره واک ورکړې شي او مرسته ورسره وشي.

اعلامیه وایي چې د واک د ورکولو سره به په افغانستان کې د عسکرو په شمیر کې شاید کوم بدلون را نشي بلکې دا به د دفاع وزارت ته مواقع برابرې کړې چې د خپل ماموریت په ښه طریقه سر ته ورسوي او په سیمې کې د امنیت د ټینگولو لپاره په خپلو ژمنو کې مناسب بدلونونه راولي.

اعلامیه وایي چې زمونږ اصل هدف هم هغه دی او هغه د افغان ځواکونو روزنه، مرسته او ملاتړ دی. مونږ به گډ دښمن ته د ماتې ورکولو لپاره د افغان عسکرو سره متحد یو او دا به یقیني کوو چې افغان عسکر د خپل ملک راتلونکی خوندي کړي.

اعلامیه زیاتوي چې دغه فیصله یې د سیمې په هکله د پراخې ستراتیژۍ یوه برخه ده.

اعلامیه وایي مونږ به دا پلان د امریکا ولسمشر ټرمپ ته په یو څو اونیو کې مخکې کړو. مونږ به د خپلو متحدینو سره یو ځاې کار کوو او د نورو ملگرو نه به هم وغواړو چې د افغانستان لپاره کار وکړي.

اعلامیه په اخیره کې وایي چې مونږ به د افغانستان د حکومت او د متحدینو سره یو ځای، د ترهگرو خلاف کامیابي ترلاسه کوو او د امریکا سرحدونه به خوندې ساتو.

XS
SM
MD
LG