د لاس رسي وړ اتصالات

سپیس ایکس څلور ستورمزلي په شپه کې ځمکې ته راښکته کړل


د سپیس ایکس فضایي بیړۍ نن یکشنبه د مۍ دویمه (غوایي۱۲) د څلورو ستور مزلو (فضا نوردانو) سره یو ځای راښکته شوه.

دوی په شپه کې د مکسیکو په خلیج د امریکا د فلوریډا ایالت د پناما په ښار کې په پراشوټ کې راښکته شول.

دا لومړي ځل دی چې د نړیوالې هوایي فضا نه پدې بیړۍ کې د شپې لخوا فضا نوردان ځمکې ته راښکته کیږي.

دا د ایلن مسک د شرکت د فضا نوردۍ دویم پرواز و.

په بیړۍ کې " درې امریکایان او یو د جاپان فضا نورد و چې د نړیوالې هوایي فضا نه ځمکې ته راښکته شول.

دا فضا نوردان تېر کال د نومبر په میاشت کې په همدې بیړۍ کې د امریکا د هوایي فضا د ملي ادارط د کینیډي د مرکز نه ته تللي وو.

هغوي په فضا کې ۱۶۷ ورځې تیرې کړې چې د امریکا د فضا نوردۍ په تاریخ کې ساری نلری.

د دې ماموریت نه وړاندې د امریکا د ناسا د ادارې د سکای لب په نامه بیړۍ په ۱۹۷۴ کال کې په فضا کې ۸۴ ورځې تیرې کړې وې چې تقریباً درې میاشتې کیږي.

ټاکل شوې وه چې د سپیس ایکس بیړۍ د تېرې چارشنبې په ورځ په رڼا کې ځمکې ته راښکته شوې وای خو دا چې په سمندر کې سخت باد او څپې لوړې وې، بیړۍ مجبوره شوه چې د شپې لخوا چې معمولاً باد کم او څپې هم آرامه وي، ځمکې ته راښکته شي.

د شپې لخوا د هوایي فضا د بیړیو راښکته کیدل غیرې معمول کار دی او ډیر لږ پیښیږي خو د سپیس ایکس بیړۍ فضا ته د تګ نه وړاندې څو ځله د شپې لخوا ځمکې ته د راښکته کیدو آزمایښتې ناسته کړې وه.

د سپیس ایکس نه وړاندې د امریکا د اپولو۸ په نامه هوایي بیړۍ د ۱۹۶۸ کال د ډسمبر د میاشتې په ۲۷ نیټه چې سپوږمۍ ته د امریکا د ناسا د ادارې لومړنی پرواز هم و، د شپې لخوا د آرام سمندر کې راښکته شوه.

XS
SM
MD
LG